ټولنیزه برخه

امام عبدالله بن یاسین او د مرابطین تحریک منځ راتګ (لومړی برخه)

نوید صهیب

په پنځمه هجري پیړۍ کې د افریقا په زړه کې د ننني موریتاني تر څنګ د افريقا له بربري صنهاجه قبایلو څخه د جزالي په نوم یو قوم پروت ؤ، ددې قبیلې مشران د خپلو خلکو د بد دیني، ټولنیز او اخلاقي وضیعت او له اسلام څخه د هغوی د لرې والي په لیدو ددې مشکل د حل په فکر کې وو.

یحی بن ابراهیم د قوم مشر ؤ، خو د قوم د بې لاری حد یې دومره لوړ و چې حتی یحی بن ابراهیم خپله نشو کولای په وړاندې یې څه وکړي.

شراب، زنا او د خانانو لخوا د پیغمبری ادعاوې په کې د ورځې عادي خبره وه، له اسلامي مغرب څخه په دغې لرې صحرا کې دغه بد حالت په اسلامی نړۍ کې د هغې وخت د شته ناخوالو په دوام روان ؤ، خو بیا هم ددې قوم زړه سواندي امیر یحی بن ابراهیم ته دا حالت د زغملو نه ؤ، هغه پدې فکر کې شو چې باید د نورې اسلامي نړۍ له علماؤو څخه د خپل قوم په اصلاح او دعوت کې مرسته وغواړي.‏

یحی بن ابراهیم حج ته تلو اراده وکړه، د حج د مناسکو تر ادا کولو وروسته د بیرته تلو په وخت یې د قیروان په ښار کې د هغې ځای د ستر عالم (ابو عمران فاسي) سره ولیدل، هغه ته یې د خپل قوم کیسه وکړه او ترې ویې غوښتل چې یو شاګرد یې ورسره ولیږي.

ابو عمران فاسي دا خبره له خپلو شاګردانو سره شریکه کړه، خو د قیروان په شان د ښکلي آباد ښار پرېښودل او د افریقا یوې لرې صحرا ته تلل هغه کار ؤ چې هر چا ورته غاړه نشوای اېښودلای.

شیخ ابو عمران په خپلو شاګردانو کې ددې کار لپاره وړ څوک پیدا نکا، بیا یې پدې اړه د مغرب د سجلماسه ښار له ستر فقیه (واجاج بن زلو اللمطي) څخه د یو لیک په واسیطه مرسته وغوښتله او لیک یې د یحی بن ابراهیم په لاس ورولېږه.

یحی سجلماسه ښار ته ورسېد او لیک یې د ۴۳۰ھ کال په رجب کې واجاج ته ورکړ.

واجاج خپل شاګردان راټول کړل، لیک یې ورته ولوست او ددغه ستونزمن کار د قبلولو غوښتنه یې ترې وکړه، په شاګردانو کې یې د عبدالله بن یاسین په نوم یو اهل فضل، تکړه او هڅاند شاګرد پاڅید او دې دغه سخت کار ترسره کولو ته یې تیاری وښوود.

څوک نه پوهیدل چې د عبدالله بن یاسین دغه پاڅیدل د واجاج د یو شاګرد پاڅیدل نه بلکې د یو داسې ستر اسلامي غورځنګ پاڅون و چې نیږدې وه ټوله افریقا او اندلس د یو واحد اسلامي نظام تر توغ لاندې سره متحد کړي، هغه هم له یوې لرې صحرا او له تمدن څخه د ډیرو لرې ساده خلکو له منځه…

نور بیا…‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x