د احمد شهزاد په سلیزه سره پاکستان دوهمه لوبه په اته وکټونو وګټله

ahmad_shehzad_after_scoring100_April_25_2011نن ټکی آسیا: پرون ناوخته د پاکستان او ویسټ انډیز تر منځ دوهم ون ډي (پنځوس اوریز) دکرکیټ لوبه وشوله.

د لوبي په پیل کي د پاکستان کپتان شاهد افریدي پچه وګټله، او لومړي يې بال غورځونه خوښه وکړه، او مقابل لوري ته یي د توپ وهني بلنه ورکړه.

ویسټ انډیز چي تیره لوبه یي هم په اتو وکټه بایللې وه،

په خپل وار صرف ۲۲۰ منډي جوړي کړې، د یادوني وړ ده چي په اولنۍ لوبه کي هم ویسټ انډیز صرف ۲۲۱ منډي جوړي کړي وي..

د ۲۲۰ په تعاقب کي پاکستان خپل درې لوبغاړي وسوځوله او هدف يي دوه اوره مخکي تر لاسه کړ..

د پاکستان له خوا محمد حفیظ ۳۲، احمد شهزاد ۱۰۲ ، اسد شفیق ۲۳ منډي جوړي کړې او وسوځول شوه.

احمد شهزاد خپل په پنځوس اوریزه لوبو کي دوهم وار وتوانید چي سلیزه جوړه کړي.

مصباح الحق ۴۳ او عمر اکمل ۱۷ منډي جوړي کړې او خپل وکټ یې هم له لاسه نه دی ورکړی.

ددې ترمخه د پاکستان بال غورځونکي ډېره ښه لوبه وکړه، شاهد افریدي، وهاب ریاض، محمد حفیظ، او سعید اجمل دوه دوه لوبغاړي وسوځول، او حماد اعظم د یوه لوبغاړي په سوځولو وتوانید.

په پایله کي پاکستان دا دوهمه لوبه هم په ۷ وکټونو سره خپل په نامه کړه..لومړی لوبه هم پاکستان په اته وکټونو ګټلې وه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.