نظــر

کندهار که شکنجه هار؟

سید احمد درانی

کندهار د ظلم تر میچن لاندې دل کیږي.دادی لسیزه پوره کیږي چې ددې سیمې معاصر لغړی ګورګین د بې وسه انسانانو د وینو جامونه په سر اړوي.د ظلم سلسله د کندهار له سرحدي بولدک، معروف او ارغسانه پیل سوه. بې شمیره کندهاري زلمیان د قومي، مادي او ګوندي انګیزو په اساس د ریګ په دښتونو کې چارماري او د تل لپاره ورک سول.

دکندهار د لغړي ګورګین داړه لومړی ځل هغه وخت سره سوه، کله یې چې د شین نورزي په شمول ۱۲ تنه ګلورین ځوانان یوازې د شخصي عقدې د سړولو لپاره په رڼا ورځ په مرمیو غلبیل او سوري سوري بدنونه یې کورنیو ته ورولیږل.لغړي ګورګین د سي آی اې په پیسو له شمال څخه د راغلیو په بولدک کې میشتو کډوالو او پخوانیو ګلم جمو څخه وژونکي ډله جوړه کړه او بیا یې د تاریخي کندهار د شریفو خلکو د ځپلو، وژلو، شکنجه کولو او ژوندي ورکولو یوه ناپایه او کرغیړنه سلسله راپیل کړه.

په تیرو څو کلونو کې چې لغړی ګورګین د کندهار د امنیه قومندانۍ په څوکۍ نصب سوی، احمدشاهي کندهار هغه تورې ورځې او بدمرغه شپې لیدلي چې ښایي د ایراني ګورګین په وخت به یې هم نه وې لیدلې،لغړي ګورګین د جاجو،ناني او نورو په شان انسان نما وحشیان د کندهاریانو د تعذیب په هدف وشکارل،دغو وحشیانو نه د چا په عزت او ناموس سرپه وکړه او نه یې هم د چا سر او مال په له منځه وړلو د پښیمانۍ احساس وکړ.

د لغړي ګورګین وحشي عسکر د مینې انتظار په نامه د یوې کندهارۍ شاعرې په کور وروختل، ښځې یې وډبولې او سرتورې کړې. دغو ښځو څو میاشتې په رسنیو کې چیغې ووهلې خو هیچا یې ږغ وانه ورېد. د لغړي ګورګین وحشي عسکرو په دې هم اکتفاء ونکړه د مینې انتظار خور لیلا یې په رڼا ورځ وتښتوله او له څو شپو بعد یې مړ جسد په ریګ باندې وغورځاوه.

لغړي ګورګین په محصلینو هم رحم ونکړ، بشیر احمد ریان یې دپوهنتون له دروازې پورته کړ او بیا یې په ډیر ظلم او شکنجو شهید کړ او جسد یې په بولدک کې وغورځاوه.په دې وروستیو کې د لغړي ګورګین د ظلم نېښ نور هم تیره شوی دی.هره ورځ په وینو د لړلیو کندهاریو ځوانانو عکسونه نشریږي چې د لغړي ګورګین په تیغ شهیدان سوي دي.

که تاسو په فیسبوک کې د کندهار د واقعي ژورنالیست او د بينوا ویب پاڼې د چلوونکي خالد هادي فیسبوک پاڼه تعقیب کړئ نو ایله به د لغړي ګورګین د ظلم له ګرافه خبر سئ.په دې وروستیو کې داسې ورځ نسته چې د کندهار په ښار کې ځوانان،عالمان او عام بي ګناه اشخاص نه نادرکه کیږي، دغه اشخاص د لغړي ګورګین د ځانګړو قاتلو ګروپونو لخوا اختطاف کیږي او بیا په ځانګړو شکنجه ځایونو کې له تعذیب او کړولو بعد په شهادت رسول کیږي او جسدونه یې په دښتو غورځول کیږي.

د حیرانۍ ځای دا دی چې د لغړي ګورګین د ظلم او قساوت په مقابل کې له خالد هادي پرته هیچا هم ږغ نه دی پورته کړی. زموږ شاعران او قلموال چې ځانونه د عاطفې ګوډي بولي د لغړي ګورګین په ظلم یې سترګې پټې کړې، علاوه له دا چې ځینو خو دې تاریخ ساز قاتل ته د قهرمان لقب ورکوي.

ستاسو دې په دې سر خلاص وي چې په دې دنیا کې د سر د پاسه سر سته،که د مظلومو کندهاریانود ږغ اوریدو بل څوک نسته خو متعال رب جل جلاله په دې هر څه خبر دی او په دغو ټولو ظلمونو چې رسنۍ یې پټوي پوره علم لري. الله تعالی هر څه زغملی سي مګر ظلم او جبر نه سي زغملی. د ظالم کاسه په هر وخت چپه ده او له ظلم نه چا ښه نتیجه نه ده ترلاسه کړې. که څوک په دې ظلم سترګې پټوي کیدای شي له ظالم سره یوځای د الله تعالی د قهر هدف وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x