افغانستان

غني: که طالبان سوله نکوي، نو د تروریزم په نړیوال تور لیست کې به داخل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۱۸مه ۱۳۹۶ل): د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني نن د یکشنبې په ورځ یوې غونډې ته د وینا پر مهال طالبانو ته ګواښ وکړ چې د ګډحکومت سره دي سوله وکړي، کنه په نړیواله توګه به تروریستان وپيژندل شي.

نوموړی طالبانو ته په داسي وخت کې ګواښ کوي چې د حکومت برحاله کابینه او جګپوړي چارواکي يې پر ضد ایتلافونه جوړوي او د نوموړی لومړی مرستیال له هیواد بهر د حکومت پر ضد د هر فرصت څخه په استفادې حکومت کمزوری کوي.

اشرف غني طالبانو ته په وینا کې وویل چې وخت تاسو ته په انتظار نه شي پاته کېدلای، د وخت او فرصت څخه استفاده وکړئ.

او زیاته یې کړه: طالبان باید په خپله خوښه او پوره اخلاص سره د سولې پروسې سره یو ځای شي او یا دي هم تیار شي چې د نړیوالو په تور لیست کې د تروریستانو په توګه داخل شي. او زیاته یې کړه: « نړیواله ټولنه هم باید دا واضح کړي چې کله یوه ‌‌‌‌‌‌ډله ټول منل شوي نورمونه تر پښو لاندې کوي، پر دیپلوماتانو او سفارتونو باندې بریدونه کوي، نو د حل لاره یې چوپتیا نه ده.»

نوموړي وویل چې ګډحکومت له لومړۍ ورځي راهیسي د سولې پروسې په اړه واضح پروګرام لري ، «د دې بهیر د کامیابي لپاره موږ د خپل سر و مال په بیه خپل هدف تعقیبوو، خو تر اوسه بریالي نه یوو».

باید وویل شي چې د ولسمشر په حیث د ټاکل کېدو وروسته اشرف غني په دوهمه ورځ د امریکا سره امنیتي تړون امضا کړ او څه موده وروسته یې یو ځل بیا امریکایانو ته اجازه ورکړه تر څو د افغانانو پر کورونو چاپې واچوي او یا هم بمبارۍ وکړي، کومي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وروستیو وختونو کې ډیرې کمي شوي وې.

د کتونکو په باور ګډحکومت د لومړۍ ورځې راهیسي د طالبانو سره د سولې اراده نه ده لرلې بلکې تل یې هڅه کړې تر څو طالبان تسلیمۍ ته مجبوره کړي، د هغوی پر ضد داعش او نورې ډلې تقویه کړي او یا هم د هغوی په منځ کې اختلافونه وزیږوي او په خپل منځ کې سره تقسیم کړي. خو بریالي شوي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمال

دغه ### ، ناوړه او فاسد غلام ته د ولسمشر نوم اخستل د ولس او ولسمشری سپیځتیا ته سپکوالی او ښکاره توهین دی ، تر دی غلامی کی غلامی یی بسنه کوی چه د بل هیواد وزیر یی د هغوی په سفارت کی مقرروی او د یوه په ځای دوه چمهور ریسان ( وایی پکه دا دی بله سپکه ) د ده د استخدامولو سره نه دی شوی چه تر دی وروسته به تر سره کیږی . غلام غنی هغه بی حیا او تر ټولو سپکه فاحشه ده په خپلو دجالی لونډانو لاپی وهی چه د دجال په تور لست… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x