افغانستان

د چین د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راغلی

نن ټکی آسیا: د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي نن د شنبې په ورځ 22-2-2014 د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني په بلني کابل ته رسیدلی، تر څو هلته د خپل افغاني هم منصبه وزیر سره د چین او افغانستان تر منځ پر اړیکو باندي خبري وکړی، د افغانستان او سیمی روان حالات ورسره وڅیړي.

د چین وزیر خارجه به وروسته د افغانستان د ولس مشر حامد کرزي سره هم ملاقات وکړي.

ښاغلي وانګ یي د ضرار احمد عثماني سره په یوه خبري کانفرانس کي رسنیو ته وویل چی دوی باید د افغانستان د کشالې حل د مذاکراتو او سیاسي تګلاري په ذریعه را وباسي، او زیاته یې کړه چي د چین امنیت هم د افغانستان د امنیت او سولي سره تړلی دی، خصوصا د چین په غربي سیمو کي چیري چي وسلوال مخالفین د چین په خلاف مبارزه کوي.

باید وویل شي چي د چین په هغو سیمو کي چي پخوا اسلامي سیمي وی، چینایانو اشغال کړې، او هلته یې په اسلامي شعایرو بندیز لګولی، چي له کبله یې مسلمانانو د خپلي ازادي لپاره وسلواله مبارزه کړې.

چین په افغانستان کي د طالبانو او القاعده په اړه شک لري چي هغوی په چین کي ددغو اسلامي ډلو سره کومک او همکاري کوي، او له همدې کبله د افغانستان امنیت او سوله د خپل هیواد د امنیت لپاره اړینه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x