
باداره! رضوان الله فيضاني
رضوان الله فيضاني
باداره راوله پر مونږ د خوشحاليو ورځې
په محبت باندې رنګينې د خوښيو ورځې
ډېر کړېدلي زورېدلي له مودو يو مونږه
نورې مو بس دي د دردونو او زګېرويو ورځې
خزان ظالم مو پر ګلشن مدام يرغل کړی دی
غواړو له تا نه د ښکلا او د سپرليو ورځې
ستا د رحمت باران پر مونږه باندې ووروه
راځنې واخله د توفان او د سيليو ورځې
يو خوږ نسيم د امن بيا راوله زمونږ پر سيمه
ختمې کړه نور د وحشتونو او ګوليو ورځې
رب دې ملهم کړه ای زما زخمي زخمي وطنه
درباندې راشه د زخمونو د پټيو ورځې
مسلم امت ته ( فيضاني ) همېش د خير دعا کړه
چې بيا پرې راشي د نصرت او کاميابيو ورځې