افغانستان

طالبانو د حقوق بشر ادارو څخه غوښتي چې بګرام زندان ته توجه وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۱۸مه ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په زندانونو کې د بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه ویلي چې دا ښکاره ظلم او د بندیانو له حقوقو څخه سرغړونه ده.

نوموړي ویلي چې په بګرام زندان کې په ځانګړي ډول په دې وروستیو کې «ناوړه چلند، ظلم، وحشت او غیر انساني» کړنې زیاتي شوي دي او زیاته یې کړه چې دغه زندان د امریکایانو او ګډحکومت لخوا په ګډه اداره کیږي.

ذبیح الله مجاهد د یوې اوږې خبرپاڼې په پای کې ویلي چې د بندیانو سره ناوړه چلند په کلکو ټکو غندي، پر نړیوالو حقوقي او بشري ادارو یې غږ کړی چې د بګرام زندان ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هلته د روانو ظلمونو مخه ونیسي.

نوموړي د بندیانو سره د ناوړه چلند په برخه کې لاندي اته ټکي یاد کړي دي:

۱ ــ بندیانو ته يې زموږ د اسلام او عرف خلاف سور رنګه جامې راوړي چې له تنګ پتلون او لنډ کمیس نه عبارت دي او لمن نه لري، دې نامناسبو جامو بندیانو ته په ناسته، ولاړه، لمانځه او نورو حرکاتو کې جدي مشکل جوړ کړی، دا هغه لباس دی چې په لومړي سرکې هم د امریکایانو لخوا په بګرام او ګوانتانامو کې بندیانو ته په زور ور اغوستل کیده.

۲ ــ دبندیانو له کورنیو سره يې ملاقاتونه بند کړي، او یاهم په څو میاشتې اوږد ځنډ ملاقات کیږي، هغه هم د شیشي شاته فقط شل دقیقې بندیان له خپلو خپلوانو سره خبرې کولای شي چې دواړو خواوته يې روحي تکلیف ایجاد کړی دی.

۳ ـــ خوراک يې په نهايي اندازه کم او خراب دی، نه يې غوړ سم وي، نه يې رنګ سم وي، نه يې اندازه کافي وي نه يې نور کیفیت.

۴ ــ د خوراک د خرابۍ له امله ګڼو بندیانو ته د معدې او نس مريضۍ پیدا شوي حتی ځينې بندیان يې ځان وژنې ته تیار کړي دي.

۵ ـــ مريضانو ته هيڅ رسیدګي نشته، سم ډاکټر او دوا نشته، له بیا بیا شکایت او اصرار سره سره هم د مریضانو په حال کې بهبود ندی راغلي، د زندان ځينې مسئولین اعتراف کوي چې د بندیانو حق په رشوتونو کې یو بل ته ورکول کیږي، دوا او نور لوازم يې فاسد چارواکي ګرځوي، خراب کیفیت دوا او طبي شیان وروړي چې هيڅ تأثیر نلري مریضۍ دوامداره او مزمني شوې او بندیان يې له کړاو سره مخ کړي.

۶ ـــ د سپورت او صفايي په برخه کې يي هم مشکلات شته او دپخوا په پرتله يې په ځنډ او خنډ سره اجازه ورکول کیږي.

۷ ـــ د عسکرو برخورد له ټولو بندیانو سره ډير ستوغ او غیر انساني دی، سپکې خبرې کوي ، ښکنځل کوي، بندیانو ته دخوب په وخت کې شور جوړوي، د تلاوت او عبادت په وخت کې مزاحمت جوړوي او قصدا يې د بندیانو په عذابول پيل کړي .

۸ ـــ د کتابونو او مطالعې په برخه کې يې هم محدودیتونه وضع کړي، د اړتیا وړ کتاب ته اجازه نه ورکوي چې وروړل شي او په لوی لاس هڅه کیږي چې د بندیانو د سالم مصروفیت مخه ونیول شي او شور او غوغا ته لاره هواره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x