
د هلمند وروسته په کابل کې هم د ایران پر ضد لاریون وشو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۱۸مه ۱۳۹۶ل): نن په کابل کې د ملي مشارکت په نوم ګوند د ایران پر ضد لاریون وکړ او په افغانستان کې يې د بندونو پر جوړولو د ایراني ولسمشر څرګندونې وغندلې .
د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې وروستیو کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې پر هغو اوبو د بندونو جوړولو سره مخالفت ښودلی وو چې د ایران پر سرحدي سیمو لکه خراسان، سیستان او بلوچستان تاثیر کوي، نوموړي ویلي وه چې ددغه بندونو په اړه به بې تفاوته پاته نه شي.
د کابل په نني لاریون کې په لسګونو کسان د ایران سفارت مخته را ټول شوي وه ، د ولسمشر روحاني په ګډون یې د ایران مذهبي پيشوا خمیني انځورونه هم را اخیستې وه او خطونه یې پر کش کړي وه.
باید وویل شي چې وړمه ورځ هم د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې په سلګونو خلکو د ایراني ولسمشر حسن روحاني د وینا پر ضد لاریون وکړ او د نوموړي وینا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وبلله.