افغانستان

کندز. يوې چاودنې ۵ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

دکندز امنيتي چارواکي وايي چې، خان اباد ولسوالۍ کې يوې چاودنې دوه پوليس وژلي او درې نور ټپيان دي

. د خان اباد امنيه قومندانۍ مرستيا عبدالمنان هزاره وايي چې دغه پيښه نن شنبه له غرمې وروسته شاو خوا ۱:۳۰ بجه هغه مهال رامنځته شوه چې، پوليس په يو رينجر موټر کې روان وو، چې د سرک د غاړې ماين پر وچاوديد.

د هزاره په وينا په دغه چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.  د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې خان اباد ولسوالۍ کې پر پوليسو يوه چاودنه کې د يو قومندا په ګډون شپږ پوليس وژل شوي. مجاهد زياتوي چې، پوليس يادې سيمې ته د چاڼيزو عملياتو په موخه راغلي وو چې، چاودنه پرې وشوه. 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x