نړۍ

د عراق لومړی وزیر په موصل کې «د سترې فتحې» اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۱۸مه ۱۳۹۶ل): د عراق لومړی وزیر حیدر العبادي نن د موصل ښار څخه لیدنه وکړه، د داعش ډلې پر ضد یې د سترې فتحې اعلان وکړ او عراقیانو ته یې ددې سترې بریا مبارکې ورکړه.

باید وویل شي چې د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې حیدر العبادې موصل ښار ته په تګ توانیږي، ددې تر مخه د درو کلونو لپاره دغه ښار د اسلامي دولت ډلې (داعش) په لاس کې وو خو اوس عراقي ځواکونه وايي چې ښار یې په بشپړه توګه نیولی دی.

د موصل ښار د نیولو لپاره د عراق پوځ نهه میاشتې عملیات وکړه او پر دغه ښار باندي د امریکایانو او ایتلافیانو مسلسلو بمباریو ښار په کنډواله بدل کړی دی، او په زرګونو انسانان په کښي ووژل شول، په سلګونو زره نور هجرت کولو ته اړ شول.

موصل ښار کې اکثریت د اهل سنت مسلمانانو دی، خو پر ښار باندي د عملیاتو لپاره د عراقي پوځ تر څنګ شیعه ملیشې هم جنګېدلې چې د کتونکو په نظر د اهل سنت څخه یې دداعش ډلې غچ اخیستلو لپاره په دغه عملیاتو کې ګډون کړی وو او ګمان کیږي چې ډیری ملکي وګړي به په قصدي ډول هم وژل شوي وي.

موصل په عراق کې دوهم لوی ښار دی، په کال ۲۰۱۴ کې داعش ډلې دغه ښار ونیوی او د تاریخ مسجد «جامع النوري» څخه ابوبکر البغدادي خپل اسلامي دولت او خلافت اعلان کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x