نړۍ

د امریکايي پوځ لپاره ۶۰۰ پوځي وسایط کراچي ته رسیدلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۱۸مه ۱۳۹۶ل): امریکایانو یو ځل بیا د کراچي له لاري خپل د ځواکونو لپاره د پوځي وسایطو انتقال پيل کړی دی او دا ځل یې ۶۰۰ نوي وسایط کراچي ته رسولي دي تر څو یې له دغه لاري افغانستان ته انتقال کړي.

د پاکستان ډان نیوز د راپور سره سم دغه پوځي وسایط چې اکثره یې «همفي» پوځي موټر دي، چې امریکایان یې په افغانستان کې کاروي.

د امریکا دفاع وزارت افغانستان ته د اضافي ځواکونو لیږلو پرېکړه کړې خو تر اوسه یې کره شمېره نه ده اعلان کړې خو ویل کیږي چې شمېر به یې څلور زرو عسکرو ته نیژدې وي.

د کتونکو په باور د اضافي وسایطو را لیږل پر دې دلالت کوي چې امریکايي ځواکونه یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد په عملیاتو کې برخه اخلي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x