نړۍ

کاناډا د ګوانتنامو بندي څخه بخښنه غوښتې او په ملیونونه تاوان یې ورته منلی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱۹مه ۱۳۹۶ل): د کاناډا حکومت د تیرې جمعې په ورځ د ګوانتنامو یوه پخواني بندي څخه رسما بخښنه غوښتې او په ملیونونه تاوان یې ورته منلی دی.

د کاناډا حکومت ویلي چې د پخواني بندي عمر خضر په حق کې تیری شوی، ځکه حکومت بخښنه غواړي او لس ملیونه پنځه سوه زره کاناډايي ډالر تاوان ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د کاناډا حکومت په استازیتوب، مونږ د ښاغلي «خضر» څخه د هر هغه عمل بخښنه غواړو چې ده ته یې تاوان رسولی وي او په بهر نړۍ کې د هغه د اذیت سبب ګرځېدلی وي. مونږ امید لرو چې زمونږ د بخښنې په غوښتنې او د تاوان ورکولو سره به نوموړی وکولای شي چې د ژوند یو نوی پړاو پیل کړي».

عمر خضر اوس ۳۰ کلن دی، نوموړی په کال ۲۰۰۲ کې په افغانستان کې ونیول شو، هغه وخت یې عمر ۱۵ کاله وو، پر نوموړي تور وو چې د القاعده ډلې غړی دی، وروسته نوموړی پر امنیتي ځواکونو د لاسي بم غورځولو او امریکايي پوځي په وژنې تورن شو او اته کاله په بند محکوم شو.

خو عمر خضر او د هغه وکیلانو وویل چې دده څخه اعترافونه په زور او زیاتی اخیستل شوی.

د کاناډا محکمې د هغه مهال حکومت باندي تور پوري کړی چی په ګوانتنامو کې یې ورسره تحقیقات کړي، د هغه د عمر لحاظه یې نه دی کړی، د کاناډايي هویت لحاظ یې نه دی کړی او قانوني معیارونو یې د نوموړي په تحقیقاتو کې نه دي مراعت کړي ځکه به تاوان ورکوي او بخښنه به ځیني غواړي، چې له مخې یې حکومت مجبور شو او د پخواني حکومت پر ځای یې بخښنه وغوښته. ویل کیږي چې د نوموړي وکیلانو تر اوسني تاوان دوچنده دعوه لرله خو وروستی فیصله پر همدې لس نیم ملیونه ډالره باندې شوې.

عمر خضر یوازینی کاناډايي وو چې په ګوانتنامو کې بندي شوی، نوموړی په کال ۲۰۱۰ کې د پاته عمر تېرولو لپاره کاناډا ته انتقال شو او بیا په کال ۲۰۱۵ کې په مشروط ډول له بنده ازاد شو.

د کاناډا د اوسني حکومت ددې پریکړي سره چي عمر خضر ته تاوان ورکوي او بخښنه ځیني غواړي، ډیری کاناډایان ناخوښه دي او حکومت باندي تور پوري کوي چې یوه تروریست ته تاوان ورکوي او بخښنه غواړي، خو اوسنی حکومت چې مشري يې جسټن ټراډو کوي، وايي چې هر کاناډايي یو قسم حقوق لري، د نوموړي په حق کې محکمې پرېکړه کړې ځکه یې دوی منلو ته مجبور دي.

د محکمې ګټلو وروسته عمر خضر سره مرکه:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x