افغانستان

د پنټاګون نوي ارزونه لا هم افغان ځواکونه د امریکا محتاج بولي

نن ټکی آسیا: د امریکا د دفاع وزارت په یوه وروستۍ او تازه ارزونه کې په ډاګه شوې ده،چې افغان ځواکونه  او اړوند وزارتونه یې له دیارلس کلنو مرستو سره سره بیا هم پر خپلو پښو ولاړ نه دي او د احتیاج ځولۍ یې لا هم امریکا ته پرانیستې پاته ده.

د پنټاګون ویاند جان کربي په واشنګټن کې يوې خبرې ناستې ته وویل ، د افغان ځواکونو په وړاندې د طالبان او نورې سترې امنیتي ننګونې لا هم پر ځای پاته دي؛نو ځکه دوی زموږ روزونکیو او نظامي مرستو ته محتاج دي.
په ارزونه کې راغلي، چې که د افغانستان  اردو تقویه نشي، افغانستان به یو ځل بیا په ټولیزه توګه د طالبانو په منګولو کې کښېوزي.
د دې ارزونه موخه او وړاندیز یو دي او هغه دا چې، غربي هېوادونه دې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د تدریجي کمښت لړۍ ودروي.
په دې ارزونه کې دا هم ویل شوي، چې د ملي اردو د پوځیانو شمېر باید ۳۴۴ زره ته لوړ شي او اوسنی کلنی لګښت يې چې مجموعا ۴.۱ ملیارده ډالر دی، پنځه یا شپږ ملیارده ته ورسېږي.  
د پنټاګون چارواکي په افغانستان کې د خپلو پوځیانو پاته کېدا ته په داسې حال کې د لارې د پيدا کولو په لټه کې دي، چې تېره اونۍ د دغه هېواد ګلف نومي ادارې د یوې سروې له لارې، پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټلوالې نظامي تېری یوه ستره اشتباه او تېروتنه ښودلې وه او د خپلو ځواکونو د ژر تر ژره ایستلو غوښتنه یې کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x