نړۍ

د اوبو او نورو موضوعاتو پر سر د خبرو لپاره یو ایرانی هیآت افغانستان ته راځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱۹مه ۱۳۹۶ل): د ایران یو تخنیکي هیآت په نیژدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مونږ د افغانستان سره ډیر مسایل او موضوعات لرو چې باید د خپل ګاونډي هیواد سره باندي خبرې وکړو او زیاته یې کړه چې د اوبو پر سر اختلاف په دې وروستیو کې ډېره مطرح او جدي مسله ده چې باید دواړه لوري باندي بحث وکړي.

نوموړي ویلي چي د سلمان بند جوړېدو وروسته د ایران د اوبو حق ته پاملرنه نه ده شوې او همداسي نور بندونه چې جوړیږي، ایران ته به یې ضرر رسیږي او د اوبو حق یې تلف کیږي، ځکه دوی غواړي په دغه اړه د افغانستان د حکومت سره خبرې وکړي.

نوموړي وویل چې څو اونۍ تر مخه د افغانستان یو هیآت ایران ته راغلی وو او د کمیټو په شکل کې دواړو غاړو کار پیل کړی، د مهاجرینو موضوع، د مخدره توکو، د پولو امنیت او نور ورته موضوعګاني دي چې د یادو کميټو له لوري به بحث باندي کیږي او حل لاره به ورته را ایستل کیږي.

باید وویل شي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني څه موده تر مخه یوه کانفرانس ته د وینا پر مهال وویل چې په افغانستان د بندونو جوړېدو په اړه به ایران بې تفاوته پاتې نه شي، د نوموړي دغه خبرو په افغانستان کې په ولسي کچه توند غبرګون راپارولی دی او د نوموړي خبري يې افغانستان ته یو تهدید او په کورنیو چارو کې مداخله بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x