جهاني: زه یې په لیدلو او ویلو ګناه کار، نور یې په کولو او عمل باندي ښاغلي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱۹مه ۱۳۹۶ل): د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني پر خپل فیسبوک پاڼه د فساد په اړه د خپلې یوې خاطرې څخه په دفاع کې ویلي چې نور یې په کولو او عمل باندي ښاغلي دي، زه یې په ویلو او لیدلو ګناه ګار یم.

عبدالباري جهاني د ګډحکومت د جوړېدو وروسته د اشرف غني له لوري په کابینه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر په توګه پارلمان ته ور وپيژندل شو او د نوموړي په وینا په ډیرو کمو رایو بریالی شو ځکه چې د پارلمان غړو ته یې د نورو وزیرانو په څېر پيسې نه وې منلي.

جهاني څه موده تر مخه یوه خاطره بیان کړې وه چې په هغه کې یې د پارلمان د وکیلانو له فساده پرده پورته کړې وه او د وزیرانو د ټاکل کېدو پروسه یې بیان کړې وه چې څرنګه د پارلمان غړي د حکومت له خوا ور پيژندل شوي وزیرانو ته رایې ورکوي.

د نوموړې خاطره دلته لوستلای شئ: په ګډحکومت کې د «عبدالباري جهانې» یوه ترخه خاطره! / د فساد وړه بېلګه

جهاني د همدې خاطرې تر لیکلو وروسته د یو شمېر وکیلانو او شخصیتونو له لوري تر نیوکو لاندي راغلی، خو جهاني په یوه نوې لیکنه کې د خپل موقف څخه په دفاع کې ویلي چې ما د ولسي جرګې ټول وکیلان او یا د کابینې ټول وزیران فاسد نه دي بللي، بلکي : « موږ چي پارلمان او کابینه فاسد بولو مطلب مو دا دی، چي د دواړو نهادونو مطلق اکثریت فاسد کسان دي او د همدغه فساد له وجي وطن دغه حال ته رسېدلی دی چي د پاتا یوه کمبله مو ټوله کړې نه وي، چي بله هواره سي. د وطن ښکلي او باسواده زلمي مو یا په ښارونو کي بېکاره او لالهانده ګرځي، یا له وچ مجبوریته د پاکستانیانو او اېرانیانو مزدوریو ته مخه کوي او یا اروپايي هیوادونو ته د غیر قانوني مهاجرتونو په لاره کي په کښتیو کي ډوبېږي، یا په وطن کي په مخدره موادو معتاد سي او یا ځانمرګی واسکټ واغوندي.».

جهاني وايي که ما ټول داستان هماغسي لیکلې وای لکه څرنګه چې راباندي تېر شو، نو به چا باور هم نه وای را باندي کړی او زیاتوي چې هغه د ګل باچا الفت خبره ده:

زه یې په لیدلو او ویلو ګناه کار سومه
نور یې په کولو او عمل باندي ښاغلي دي

د نوموړي نوې لیکنه دلته لوستلای شئ:

عبدالباري جهاني: د ترخې او نه هېرېدونکي خاطرې په باب!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمدنعیم سادات
میلمه
محمدنعیم سادات

نور څه نه وایم یواځی دلته د لوستونکو لپاره د جهانی د څیری د پربڼډولو لپاره د نوموړی یو شعر ستاسی مخی ته ږدم چی نوموړی د امریکایانو په فرمایش لیکلی موري رخصت راکوه ځم درڅخه ماته مُلا ماته می پیر ویلي ماته د ټول جهاد امیر ویلي د کتاب توري یی په ځیر ویلي ه ر څه یی زما له پټ ضمیر ویلي پر کلي کور باندي فرنګ راغلی لښکر د کفر بیا په جنګ راغلی وخت د غزا او د غورځنګ راغلی زړو وسلو ته نوی شرنګ راغلی وخت د جهاد او پاڅیدو راغلی د جنګ میدان ته… نور لوستل »