جهاني: زه یې په لیدلو او ویلو ګناه کار، نور یې په کولو او عمل باندي ښاغلي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱۹مه ۱۳۹۶ل): د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني پر خپل فیسبوک پاڼه د فساد په اړه د خپلې یوې خاطرې څخه په دفاع کې ویلي چې نور یې په کولو او عمل باندي ښاغلي دي، زه یې په ویلو او لیدلو ګناه ګار یم.

عبدالباري جهاني د ګډحکومت د جوړېدو وروسته د اشرف غني له لوري په کابینه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر په توګه پارلمان ته ور وپيژندل شو او د نوموړي په وینا په ډیرو کمو رایو بریالی شو ځکه چې د پارلمان غړو ته یې د نورو وزیرانو په څېر پيسې نه وې منلي.

جهاني څه موده تر مخه یوه خاطره بیان کړې وه چې په هغه کې یې د پارلمان د وکیلانو له فساده پرده پورته کړې وه او د وزیرانو د ټاکل کېدو پروسه یې بیان کړې وه چې څرنګه د پارلمان غړي د حکومت له خوا ور پيژندل شوي وزیرانو ته رایې ورکوي.

د نوموړې خاطره دلته لوستلای شئ: په ګډحکومت کې د «عبدالباري جهانې» یوه ترخه خاطره! / د فساد وړه بېلګه

جهاني د همدې خاطرې تر لیکلو وروسته د یو شمېر وکیلانو او شخصیتونو له لوري تر نیوکو لاندي راغلی، خو جهاني په یوه نوې لیکنه کې د خپل موقف څخه په دفاع کې ویلي چې ما د ولسي جرګې ټول وکیلان او یا د کابینې ټول وزیران فاسد نه دي بللي، بلکي : « موږ چي پارلمان او کابینه فاسد بولو مطلب مو دا دی، چي د دواړو نهادونو مطلق اکثریت فاسد کسان دي او د همدغه فساد له وجي وطن دغه حال ته رسېدلی دی چي د پاتا یوه کمبله مو ټوله کړې نه وي، چي بله هواره سي. د وطن ښکلي او باسواده زلمي مو یا په ښارونو کي بېکاره او لالهانده ګرځي، یا له وچ مجبوریته د پاکستانیانو او اېرانیانو مزدوریو ته مخه کوي او یا اروپايي هیوادونو ته د غیر قانوني مهاجرتونو په لاره کي په کښتیو کي ډوبېږي، یا په وطن کي په مخدره موادو معتاد سي او یا ځانمرګی واسکټ واغوندي.».

جهاني وايي که ما ټول داستان هماغسي لیکلې وای لکه څرنګه چې راباندي تېر شو، نو به چا باور هم نه وای را باندي کړی او زیاتوي چې هغه د ګل باچا الفت خبره ده:

زه یې په لیدلو او ویلو ګناه کار سومه
نور یې په کولو او عمل باندي ښاغلي دي

د نوموړي نوې لیکنه دلته لوستلای شئ:

عبدالباري جهاني: د ترخې او نه هېرېدونکي خاطرې په باب!

تبصرې (1)

  • نور څه نه وایم یواځی دلته د لوستونکو لپاره د جهانی د څیری د پربڼډولو لپاره د نوموړی یو شعر ستاسی مخی ته ږدم چی نوموړی د امریکایانو په فرمایش لیکلی

    موري رخصت راکوه ځم درڅخه

    ماته مُلا ماته می پیر ویلي

    ماته د ټول جهاد امیر ویلي

    د کتاب توري یی په ځیر ویلي ه

    ر څه یی زما له پټ ضمیر ویلي

    پر کلي کور باندي فرنګ راغلی

    لښکر د کفر بیا په جنګ راغلی

    وخت د غزا او د غورځنګ راغلی

    زړو وسلو ته نوی شرنګ راغلی

    وخت د جهاد او پاڅیدو راغلی

    د جنګ میدان ته د ورتلو راغلی

    د سره کفن د اغوستو راغلی

    د خپلو وینو تویېدو راغلی

    د مدرسو څخه غازیان راوزي

    تنکي زلمي او ماشومان راوزي

    جنګ ته روان دي د اسلام پوځونه

    کفن په غاړه شهیدان راوزي

    د دین دښمن دي ورکوم درڅخه

    موري رخصت راکوه ځم درڅخه

    پرون ملا صاحب کیسې کولې

    پرله پسې یې مسلې کولې

    څه یی د حورو افسانې ویلې

    څه یی د میو د پیالې کولې

    ویل پلټني دي د ښکلو حورو

    تر شیدو سپینو نازولو حورو

    تر بلوړ سپیني وي تر ګل نازکي

    مثال یی نسته د ښاغلو حورو

    هر جنتي ته ور رسیږي حوري

    په شهیدانو به نازیږي حوري

    له میو مستي به زنګیږي حوري

    لکه کوتري به نڅیږی حوري

    هغه نړۍ له نعمتو ډکه ده

    هم له عسلو هم شیدو ډکه ده

    هم بنګلې لري د سرو او سپینو

    هم له باغونو او میوو ډکه ده

    دا کنډواله نړۍ پریږدم درڅخه

    موري رخصت راکوه ځم درڅخه

    زویه دا کونډه مور دي چاته پریږدې

    هغه رنځوره خور دي چاته پریږدې

    هغه ماشوم ورور به دي مري له لوږي

    دا نړېدلی کور دي چاته پریږدې

    سپیني شیدې می درکولې زویه

    په رنځور ځان به مي روزلې زویه

    چي اوږدې شپې می روڼولې زویه

    چی مدرسو ته مي لېږلې زویه

    ما ویل زوی به مي ډاکټر سي راته

    له ښو او بدو به خبر سي راته

    یا به مامور یا به افسر سي راته

    د درد او رنځ مخ ته به سپر سي راته

    ته چي مي لوی کړې لېونی سوې ولي

    له خپل کهول څخه پردی سوې ولي

    دا ګډي وډي دي له چا زده کړي

    لکه چرسي او سارانی سوې ولي

    ما په پلو قسم درکړی مه ځه

    زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه

    موري حکمونه له اسمانه راځي

    له کتابونو له قرآنه راځي

    د دین او خاوري دښمنان راغلي

    ږغ د جهاد له هر آذانه راځي

    د شهادت مقام ګټمه ځمه

    سر مي تر دین قربانومه ځمه

    خپله وعده پوره کومه ځمه

    تاسي پر خدای باندي سپارمه ځمه

    ځمه د خدای په لارکی ځان وژنمه

    څو بی ایمانه کافران وژنمه

    ځاله د شر او دشیطان سوځوم

    څو منافق او بي دینان وژنمه

    ما په سینه پوري مرګی تړلی

    زما په تندي کی شهادت لیکلی

    په قواله مي دی جنت ګټلی

    ما مي تقدیر د خپل خالق منلی

    پیوند د میني می شلوم درڅخه

    موري رخصت راکوه ځم درڅخه

    بلا دي واخلم میړنیه زویه

    زما نازولې زما زلمیه زویه

    د ابا مېنه دي ستا لاس ته ګوري

    په زړه غښتلې توریالیه زویه

    ستا امیران خو زموږ کورونه سوځي

    کلي، بانډې سوځي ښارونه سوځي

    بزګران وژني شنه فصلونه سوځي

    مسلمان وژني جوماتونه سوځي

    وایی پیسې له پاکستانه راوړي

    پخه ډوډۍ له بل دیګدانه راوړي

    که یی راکټ دی که توپک ورسره

    څه له اورس څه له ایرانه راوړي

    که ته د بل په توره جنګ کړې زویه

    که خپل تربور مړ په خدنګ کړې زویه

    ما مي شیدې درته بخښلي نه دي

    که لاس د چا په وینو رنګ کړې زویه

    په شوګیرو مي یې لوی کړی مه ځه

    زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه

    موري زه نور پاته کیدلای نه سم

    ستا پر زاریو غوږ نیولای نه سم

    د شهادت مقام بایللای نه سم

    د جنت حوري پریښودلای نه سم

    راته ګیلې راته زاری مه کوه

    ماته کیسې د ګمراهی مه کوه

    لار د شیطان د وسوسو مه نیسه

    خبري زما د تباهی مه کوه

    نن یا سبا هغه ګړی رسیږي

    چی بیرغونه د اسلام رپیږي

    د تکبیرونو به نارې خپریږی

    نوم به د کفر له نړۍ ورکیږی

    زه مي امیر پرون بللی یمه

    زه په همزولو کی ښاغلی یمه

    نن شپه محفل د شهیدانو ته ځم

    زه یی جنت لره ټاکلی یمه

    شپه مي تر حورو رسوم درڅخه

    موري رخصت راکوه ځم درڅخه

    زویه د بل د پاره ځان مه وژنه

    په خپل جومات کی مسلمان مه وژنه

    زړه مورکۍ دي په هجران مه وژنه

    راته له لوږي ماشومان مه وژنه

    ستا مولوي ساده زلمیان غولوي

    څوک په جنت څوک په ایمان غولوي

    چی تا جنت ته وړي پخپله نه ځي

    موږ غولوي او که خپل ځان غولوي

    ستا امیران دي خپل عیشونه کوي

    د کافرانو عادتونه کوي

    که یی زامن دي او که ځواني لوڼي

    ټول په بهر کی تعلیمونه کوي

    تا لره اور ځانته ګلونه غواړي

    تا لره ګور ځانته کورونه غواړي

    ځان ته په دې دنیا جنت جوړوي

    تا ته د قبر دوږخونه غواړي

    زما د شیدو یی پوروړی مه ځه

    زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه

    موري ایله نصیحتونه پریږده

    خوشي زاری او فریادونه پریږده

    نور دي ګریوان په اوښکو مه لندوه

    د ستنولو می خواستونه پریږده

    ما له خپل هوډه اړولای نه سې

    ما له ایمانه ګرځولای نه سې

    ما د جنت کیلي پرون اخیستې

    ما له باغونو ستنولای نه سې

    ما ته به خدای خپل جنتونه راکړي

    زما د ځوانی به عوضونه راکړي

    ستا د شیدو به خپل عوض درکوي

    د شیدو شاتو به رودونه راکړي

    موري پرما ناوخته کیږي ځمه

    زما مي هدف رانه تیریږي ځمه

    نوردي پر ساندو غوږ نیولای نه سم

    د جهاد نیت مي خرابیږي ځمه

    ځان تر قیامته بېلوم درڅخه

    موري رخصت راکوه ځم درڅخه

    زویه د خدای روی می دروړی مه ځه!!!

    موري رخصت راکوه ځم درڅخه

    زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه!!!

    موري رخصت راکوه ځم درڅخه.