نظــر

عبدالباري جهاني: د ترخې او نه هېرېدونکي خاطرې په باب!

څو ورځي مخکي مي د یوه ترخه او نه هېرېدونکې خاطره په نوم یو مضمون ولیکی. دا مضمون، له نېکه مرغه، ښه زیات ولوستل سو او زما تر انتظار زیات یې هرکلی هم وسو. یوازي زما د فېسبوک پر صفحه باندي تقریبا شپږ سوه تبصرې ورباندي ولیکلي سوې؛ او په پوړه زړه ویلای سم، چي په سلو کي تقریبا پنځه نیوي تبصرې مثبتي وې.

تر هر څه مخکي باید یوه خبره وکړم، چي ما که پارلمان فاسد بللی دی، نو د دې معنی دا نه ده چي، خدای مه کړه، د اولسي جرګې ټول وکیلان مي فاسد بللي دي؛ بلکه زه یقین لرم چي په اولسي جرګه کي داسي وکیلان سته چي هم افغانان دي او هم ویښ وجدان لري. دغه راز په کابینه کي هم د انجنیر نصیر دراني په څېر وزیر سته چي زما په عقیده پاک او سپېڅلی انسان دی. په دې کابینه کي د ډاکټر داوود شاه سبا په نوم وزیر هم موجود وو، چي د ډاکټر اشرف غني حکومت یې باید په لیاقت او پاکي افتخار وکړي. خو موږ چي پارلمان او کابینه فاسد بولو مطلب مو دا دی، چي د دواړو نهادونو مطلق اکثریت فاسد کسان دي او د همدغه فساد له وجي وطن دغه حال ته رسېدلی دی چي د پاتا یوه کمبله مو ټوله کړې نه وي، چي بله هواره سي. د وطن ښکلي او باسواده زلمي مو یا په ښارونو کي بېکاره او لالهانده ګرځي، یا له وچ مجبوریته د پاکستانیانو او اېرانیانو مزدوریو ته مخه کوي او یا اروپايي هیوادونو ته د غیر قانوني مهاجرتونو په لاره کي په کښتیو کي ډوبېږي، یا په وطن کي په مخدره موادو معتاد سي او یا ځانمرګی واسکټ واغوندي.

زه له حاجي ظاهر قدیر سره هیڅ ډول شخصي دښمني نه لرم. زما خبره د وطن په پارلمان او کابینه کي د عمومي فساد ستونزه وه. که څوک زما لیکلی مضمون ګوري نو باید چي انصافاً یې له دغې زاویې څخه وګوري.

نه پوهېږم چي په اولسي جرګې کي ښاغلي کمال ناصر اصولي او محترم نادرخان کټوازي ولي زما خبري ځانونو ته متوجه کړي وې. ما د هیڅ وکیل نوم نه دی اخیستی او که اوس هم وایم چي اولسي جرګه فاسده ده د دې خبري معنی بیا هم دا نه ده چي ټول وکیلان فاسد دي. درانه لوستونکي باید زما د مضمون عنوان ته متوجه سي.

ما خاطره لیکلې او په خاطره کي مي یوه کلمه دروغ نه دي ویلي. کاشکي یې زموږ څخه په دواړو ورځو کي ټلفنونه اخیستي نه وای او ما ټولي خبري ټیپ کړي وای؛ باور وکی چي، په هغه صورت کي به مو، زما په مضمون کي داسي شیان لوستي وای، چي د باور کولو به نه ول. ما به په خپله لیکلې خاطره کي کمی ضرور کړی وي او علت به یې زما د حافظې کمزوري وي، خو د یوې کلمې په اندازه زیاتی مي نه دی کړی او چي څه مي لیدلي او اورېدلي دي هغه مي لیکلي دي. هغه د ګل پاچا الفت صاحب خبره ده چي:

زه یې په لیدلو او ویلو ګناه کار سومه

نور یې په کولو او عمل باندي ښاغلي دي

زه افسوس کوم چي د مخابراتو پخواني وزیر وحیدي صاحب، چي لږترلږه د ځوان نسل نمایندګي کوي او باید چي یو څه اخلاقي جرأت یې لرلای، د آریانا نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کي، زما خبري نه رد او نه تایید کړې. ګواکي په دې حساب باید زه د هغو محترمو وزیرانو څخه چي په دواړو مجلسونو کي یې برخه درلوده، د ډېرو ریشتیا ویلو تمه ونه کړم. زه دوی ډېر نه ملامتوم ځکه چي هر څوک مجبوریتونه لري. موږ له هر چا څخه دا تمه نه سو کولای، چي حتما باید له بشپړ زړه ورتوب څخه کار واخلي. خو دونه د شکر ځای دی، چي د حاجي ظاهر د کور د هغي بدمرغي شپې د مجلس خبري، یا په هغه شپه او یا په سبا سهار وختي، د پارلمان د وکیل حاجي الماس زاهد غوږونو ته رسېدلي وې او په هغه ورځ یې په اولسي جرګې کي حاجي ظاهر ته مخامخ وکړې اود هیواد ټولو خلکو په ټلوېزیون کي ولیدلې او واورېدلې.

د پارلمان په اولسي جرګې کي ځینو وکیلانو او دغه راز ځینو حقوقي کارپوهانو زما د ادعا ثبوت غوښتی دی. په پارلمان کي د حاجي الماس زاهد د هغې ورځي خبري، چي زه یقین لرم ثبت به یې موجود وي، زما د ادعا یو کره ثبوت دی. ما تر هغي نېټې پوري په ژوند کي یو ځل هم د حاجي الماس سره نه وه لیدلي. د حاجي ظاهر د کور د هغي شپې خبري او جریان د حاجي الماس غوږونو ته چا ورساوه. اوس نو که احیاناً د کابیني ټول هغه غړي چي په هغه شپه یې د حاجي ظاهرقدیر په کور کي حضور درلود، د وحیدي په شکل، په اصطلاح ایمان په ترخه کي کښېږدی، او پټه خوله پاته سي او یا زما خبري رد کړي، نو د حاجي الماس زاهد وینا پخپله یو ثبوت دی.

ځینو دوستانو لیکلي وه چي ما ولي دا خاطره په هغو ورځو کي خپره نه کړه، چي دوه نیم کاله مي وځنډول. زه نه پوهېږم چي که ما دا خبري دوه کاله مخکي کړي وای، نو کوم تغییر به راغلی وای. همدغه وکیلان او همدغه حکومت به وای. ما دا خاطره ځکه درته ولیکل چي ټاکل سوې ده یو کال وروسته د پارلمان لپاره انتخابات کېږي. که تاسي ویښ نه سی بیا به هم دغه فاسد وکیلان پارلمان ته ځي ، بیا به هم دغه فاسد حکومت ته رایه ورکوي او د دوی د رایو په برکت به اداري فساد نور هم زور اخلي. که پر تاسي باندي ریشتیا هم وطن ګران وي او له سرنوشت سره یې مینه لری، اوس هم هیڅ شی له لاسه نه دي وتلي. لاسونه سره ورکړی او یو ریښتونی پارلمان منځته راوړی، او د دې خاطرې هدف دغه خبره ده.

ځینو دوستانو حتی ماته بد رد ویلي دي. زه هغوی ځکه نه ملامتوم چي هغوی د حاجي ظاهر قدیر د خوشالولو او زړه ښه کولو لپاره ماته ښکنځل کړي دي. حقیقت دا دی چي د حاجي ظاهر خوشالول ښايی دوی ته ګټه ورسوي او زما خوشالول هغوی ته هیڅ ډول ګټه نه سي رسولای، او خپه کول او سپکول مي تاوان نه ورته کوي. زه دوی ځکه نه سم ملامتولای چي د زمانې د غوښتني سره سم عمل کول او د تاوان پرځای د ګټي انتخابول د هوښیارانو کار دی، او هوښیار خلک په ژوند کي ډېر بریالي وي. خو ښکنځل کول او چاته، بې موجبه او بې سببه، خاین ویل، لږترلږه په اخلاقي لحاظ ښه کار نه دی. ما عمر خوړلی دی، زه سپین ږیری یم؛ زه به مړ یم خو د بدو کلماتو استعمال ستاسي او ستاسي د اولاد د تربیې لپاره ښه نه دي.

ځینو دوستانو د وزارت په وخت کي زما بېکاری او د اهلیت نه لرلو ته اشاره کړې ده. او ځینو لا لیکلي دي چي ما ګواکي میدان پرېښود؛ زه که نر وای نو پر میدان به درېدلی وای. زه ګومان کوم چي زما خاطره زما له لیاقت او اهلیت سره هیڅ ډول اړه نه لري. زه که نالایقه وزیر وم نو ریشتیا به نه وایم؟ او یا که مي ریشتیا خبره تر پرون پوري نه وه کړې نو نن یې هم باید ونه کړم؟ ما خاطره لیکلې ده. په خاطره کي مهمه خبره دا ده چي ما ریشتیا لیکلي دي او که هسي له ځانه لګیا یم. که مي ریشتیا لیکلي وي چي زه ګومان نه کوم، د حاجي ظاهر قدیر په شمول به، څوک به زما د یوې خبري تردید وکړي او یا وکړای سي نو بیا زما د لیاقت او اهلیت خبره زما له خاطرې سره هیڅ اړه نه لري.

یو ځل بیا درته وایم چي زما له خاطرې څخه، چي هیڅ ډول شخصي هدف نه پکښي لرم، پند واخلی! را ویښ سی او وختونه په ښکنځلو او د یوه بل په وهلو له لاسه مه ورکوی. فرصت له لاسه وزي. که څه هم چي په افغانستان کي ټول اوسېدونکي قومونه وروڼه دي او ټول قومونه ستونزي لري خو د پښتنو کار او کور تر ټولو خراب دی. تاسي خو په افغانستان کي یو بل قوم هم وښیاست چي ستاسي په څېر بې اتفاقه دي. تاسي خو وښیاست چي کوم بل قوم خپل یوه ځوان ته هغه سپکي سپوري ویلي دي چي تاسي یې خپلو سپین ږیرو ته وایاست.هر جادوګر چي د سټیج پر سر او یا په ټلویزیون کي غوړي خبري وکړي تاسي هغه ته زنده باد وایاست او د همدغه زنده باد او مرده باد له نارو سره به یو وخت ، چي زه یې له بده مرغه ډېر نيژدې وینم، په تورو تیارو کي غرقېږی. تاسي به د پنځه زره کلنو افتخاراتو خوبونه وینی او افسانو ته به سرونه ښوروی چي سیالان به مو پنځه زره رباته تر تاسي تېر سوي او بیا به نو ستاسي لپاره ډېر ناوخته وي. تاسي د تعلیم، سیاست، اقتصاد او حکومتي ادارو ټول میدانونه بایللي دي. که نن هم را ویښ نه سی؛ د ریښتونو او پر وطن مینو مشرانو په تلاښ کي نه سی، د خپل آواز د اوچتولو او پر مخ د ګام پورته کولو لپاره تر یوه بیرغ لاندي را ټول نه سی، نو هغه بېړۍ چي ما به یې د ډوبېدلو خبرداری درکاوه ډوبه وینم.

پښتنو الله مو مل سه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

او دکفری شعر نہ د توجیہ اونہ کڑہ

الحاج استاذ بیانزی

عبدالباری جانه ، ستا دا دروغ رښتیا راته مهم نه دی چه تاسی د کوم امپریالیزم د غلامۍ په وندر کی شتون درلود ، بیا څرنګه مو د بل هغه امپریالیزم په وندر کی سر ننویست چه پرون مو ورته د مرده باد شعارونه زمزمه کول او نن تر دی کچی باوری شوی چه په رسنیو کی کار کوی او افغانستان کی د غلام غنی له خوا د وزارت تر مقام ورسیدی دا معنی چه هغه وزارتونه د وزارتو هغه بخوانی ماهیت ، ارزښت او سپیځلتیا نوره نه لری هلته معیارونه سرچپه شوی ، خیر دا چه تاسی باوری شوی… نور لوستل »

محمدنعیم سادات

محترم جهانی صاحب لومړی خو دادی پنځو زرو کلونو د تاریخ خبره دی پخپل جیب کی وساته چی دا ډول خبری زموږ په هیواد کښی اوس خریدار نلری . زموږ هیواد یو اسلامی هیواد ده چی بنا یی د اسلام د مبارک دین په راتلو شوی دوهم چی ته ښاغلی د ځوانانو له ښکڼځلو او رد بد ویلو داسی خوابدی کیږی نو بیا ایا دا ښه کار دی چی ته پخپلو شعرونو کښی د افغانستان د اولس عقیدی او دین ته همیشه سپکاوی کوی ؟ ایا ته پدی نه پوهیږی چی ستا توهین امیزه شعرونه به د څومره مسلمانانو زړونه… نور لوستل »

ایمل

ستاسی نظریات ما ته د هغه شیطان سیاف گل بدین . ربانی ا و ### پنجاب یار صاخب را په یاد شوله کله چه د جهاد وخت وه دی جنابانو به ویل هر څوک چه په کابل کی او سیژی نو کافردی مرتد دی او کمونست ددوی مرګ مباح دی دوی که چیری چا په پشور کی ### هم کوله نو هغه به مسلمان او مجاهد وه کله چه داله ماران او غله کابل ته را ننوتل ددولت سرمایه چه بیت المال وه دوی به ویل جه مونژ جهاد وکه داتول شیان مو غنیمت دی سیافیانو په د عرب په… نور لوستل »

افغان

ایمل جانه ! ستا له نومه معلومیږی چه پرونی خلقی یا پرچمی او یا نننی افغان ملتی یعنی نشنلست یاست ، بخوانی وخت نه دی چه مظلوم اولس تیرویستل شی ډ‌یر تیر وتلو ، نور په پخوا کچه نه تیروځی ، هغوی چه د دجال په خدمت کی په هر نوم ، هره جامه او هر رنګ کی دی سمدلاسه چه دوه دری خبری ولیکی سمدلاسه پیژنی ، دهغوی په سوګندو هم باور ځکه نه کوی چه د هعوی خدای دجال دی که په دجال سوګندونه خوری دجال مسلمانان نه منی او که د مسلمانانو د خطاویستلو د پاره په… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx