په لوړه کچه د اړيکو سربېره د پاکستان او افغانستان اړيکې ترينګلې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱۹مه ۱۳۹۶ل): له تېرو څو کلونو راهيسې، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې ورځ تر بلې مخ پر خرابیدو وې، تېره اوونۍ د امریکايي سناتورانو پلاوي اسلام اباد او کابل ته سفرونه وکړل، د امريکا او دغو دواړو هېوادونو په خپلمنځي همکارۍ يې ټينګار وکړ او پرېکړه يې وکړه، چې پاکستاني او افغان پوځيان به د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د مخالفينو پر ضد عمليات کوي او ارګ هم ورسره ومنله، خو لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا نه ده رامنځته شوې او نه يې هم پر يو بل له تورونو لګولو لاس اخيستی دی.

د ارګ يوه وياند نجیب الله ازاد ويلي، چې افغان حکومت د امریکا هغه غوښتنه منلې، چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې به د پاکستاني او افغان طالبانو پر ضد ګډ عمليات کوي او امریکا به يې څارنه کوي، خو د نجيب ازاد په وينا پاکستان ويلي، چې په خپله خاوره کې د عملياتو پر مهال د امریکايي پوځيانو څارنه ورته د منلو وړ نه ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ يوه بل وياند دواخان مینه پال هم په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې ټوله نړۍ پوهېږي، چې پاکستان د طالبانو مرسته کوي او د مخالفينو خوندي مرکزونه په دغه هېواد کې دي.

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او وايي، چې د هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ کوي، په قبايلي سيمو کې يې د طالبانو مرکزونه له منځه وړي او ټينګار کوي، چې د طالبانو د اولې، دويمې او درېمې درجې ټول مشران افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف هم د ملي امنيت شورا په وروستۍ غونډه کې ويلي، چې افغانستان کې د سولې د پروسې مرسته کوي، خو افغان حکومت هم بايد پر پاکستان د تورونو لګولو پر ځای خپل کارونه سم کړي او له خپل لاسه وتلې سيمې له طالبانو په خپله خلاصې کړي.

د نواز شريف د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز هم د افغان حکومت تورونه رد کړي او وايي، چې د افغان جګړې تر ټولو ستر لامل د افغان حکومت داخلي ستونزه ده او بايد پر پاکستان د تورونو لګولو پر ځای يې په خپله حل کړي.

دی وايي: «کابل کې همدا رواج دی، چې هر څه ور پېښ شي، ژر يې تور پر پاکستان ولګوي.»

سرتاج عزيز د امریکايي سناتورانو په منځګړيتوب د ګډو عملياتو هوکړې ته په اشارې وويل، چې هېواد يې د باور فضا جوړولو په موخه له افغانستان سره په نوو لارو چارو فکر کوي او بايد د دواړو هېوادونو تر منځ روانه بې باوري او تاوتريخوالی له منځه ولاړ شي.

خو ډېری کارپوهان په دې باور دي، چې د ټولو هڅو سربېره هم د کابل او اسلام اباد اړيکو کې کوم مثبت پرمختګ نه دی شوی.

کابل کې د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند وايي، چې افغانستان کې د سولې راوستو لپاره بايد د تورونو لګولو پر ځای د جګړې رښتيني لاملونه په ګوته شي او له منځه يووړل شي.

د رستم شاه مومند په باور خبره يوازې په تورونو نه حل کېږي، بلکې د قضيې اصلي اړخ، چې امریکا، طالبان او ورسره افغان حکومت دی، بايد مخامخ سره کيني او د ستونزې مرکز په ګوته کړي او بيا يې د له منځه وړلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د چارو کارپوهان وايي، افغانستان کې د سولې او پخلاينې لپاره د امریکا، پاکستان او افغانستان د خپلمنځي همکارۍ سربېره د روانې شخړې په اصلي موضوع خبره په کار ده، چې طالبانو ولې ټوپک ته لاس کړی، غوښتنې يې څه دي او په کومه طریقه دغه ستونزه حل کېدای شي.