نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱۹مه ۱۳۹۶ل): د هېواد شمال کې يو ځل بيا حزب اسلامي او جمعيت اسلامي ډلو قومندانان له يو بل سره ښکر په ښکر شوي دي.
د تخار ولايت ځایي سرچينې وايي، چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي يوه ځايي قومندان د لمانځه پر مهال د مخالفې جمعيت اسلامي ډلې دوه ويشت کسان وژلي دي.
مشرانو جرګه کې د تخار د خلکو استازي افضل شامل ويلي، دا پېښه هغه مهال رامځته شوې، چې د حزب قومندان له خپلو وسله والو سره قاچاقي توکي لېږدول او د جمعيت قومندان يې مخنیوی وکړ.
افضل شامل کابل کې رسنيو ته ويلي، چې له څو ورځو شخړو وروسته د حزب اسلامي قومندان آمر بشیر قانت د ښځو او ماشومانو په ګډون د جمعيت اسلامي دوه ويشت کسان وژلي دي.
د تخار امنيه قومندان فقير محمد جوزجاني رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه د تخار ولایت په چاه آب سيمه کې رامنځته شوې، خو دا يې ونه ويل، چې د جګړې دواړه لوري د کومو ډلو دي.
د تخار امنيه قومندان وايي، چې د قضيې څېړلو لپاره يې کمیسيون ټاکلی دی.
د تخار ولايت وياند سنت الله تيمور هم ويلي، چې چاه آب سيمه کې د دوو قومندانانو تر منځ درنه جګړه شوې، چې يو طرف يې د جمعيت اسلامي او بل يې د حزب اسلامي دی.
د سنت الله تيمو په وينا دغه جګړه د جهادي ډلو د پخواني رقابت له امله رامنځته شوې ده.
حزب اسلامي او جمعيت اسلامي په رسمي توګه رسنيو ته څه نه دي ويلي.