fbpx

محقق: د نجات شورا به ډېر ژر په افغانستان کې د جنرال دوستم په حضور کې تشکیل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱۹مه ۱۳۹۶ل): د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال محمد محقق د ترکیې څخه بیرته هیواد ته را ګرځېدلی دی او ویلي يې دي چې د ولسمشر له لوري د خلکو حقوق تر پښو لاندي شوي دي، ځکه یې داسي یو ایتلاف را منځته کړی دی.

نوموړي وویل چې د ګډحکومت اصل رامنځته کوونکي له سیاسي صحنې څخه ایستل شوي دي.

محمد محقق تېره ورځ د ترکیې څخه مزارشریف ته ورسید او د را رسیدو وروسته یې د وینا پر مهال وویل چې تر اوسه د «نجات ایتلاف» د تشکیل کارونه بشپړ نه دي، ډېر ژر به جنرال دوستم هیواد ته را وګرځي او دوی به د هغه په حضور کې خپل تشکیل اعلان کړي.

نوموړي وویل: «تر اوسه ایتلاف اعلان شوی نه دی، جنرال دوستم ډېر ژر هیواد ته راځي، استاد عطا په دوبۍ کې د کورنۍ د تداوي لپاره پاته شوی، یو څو ورځې به هلته وي، یو څه نور جهتونه د افغانستان د جنوب او ختیځ څخه راځي، مونږ بیا ټوله یو ځای د افغانستان په دننه کې ایتلاف اعلانوو».

باید وویل شي چې حزب وحدت، جنبش او جمعیت اسلامي په ترکیه کې ددې تر مخه د «افغانستان د نجات لپاره عالي شورا» په نامه ایتلاف اعلان کړی وو. چې د ځینو شخصیتونو له لوري نیوکې باندي شوي وې.

نوموړي د ګډحکومت په اړه وویل چې زمونږ د ټیم ټول وزیران بې صلاحیته دي ، د روغتیا وزیر څخه نیولې تر پوهنې وزیر او نورو پوري، ټول هسي په نامه وزیران دي، واکونه یې د بل چا سره دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mha
میلمه
mha

نوموړي د ګډحکومت په اړه وویل چې زمونږ د ټیم ټول وزیران بې صلاحیته دي ، د روغتیا وزیر څخه نیولې تر پوهنې وزیر او نورو پوري، ټول هسي په نامه وزیران دي، واکونه یې د بل چا سره دي.He should have also added that the ministers are not allowed to do corruption and steal money.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دوی د غره غوشی خوړونکی مګر ګیدړان لیوان دی ، د مظلوم اولس د پلورل شوو ډالرو او یا هغه صلاحیت ( چه د مظلوم اولس پوستکی اوباسی ) ورته تر نورو کم ورکړ شوی خپلو کی اوتی بوتی وایی خوابدی دی . او د فاحشو په شان په خپلو شریکو لونډانو یو بل ته لاپی کوی ، دوی په خپلو قومو کی ځای نه لری صرف د قوم هغه کسان چه د ځانو ساتنی او یا د ښکار کولو د غوښو راټولو د پاره یی کاروی لاپی کوی هغوی د ګوټو به شمار دی که ملی پاڅون ته موقع… نور لوستل »