ټولنیزه برخه

له ایینې سره خبرې

لیکوال: شیخ عبدالفنی العمری
ژباړن: محمدالله تبسم

ایینه:
زه داینې مخې ته ولاړ وم او خپل ځان مې لیده. چې ناڅاپه مې دا احساس کړل چې اینه څه وایي. کله مې چې د ډیرې کوشش سره توجه وکړه نو څه داسې خبرې مې اوریدې:

ایینه: زما مخې ته ستا دداسې دریدو نه ستا له طرفه د دوه خبرو اعتراف دی.

زه: هغه څه؟

اول دا چې ته خپل ځان نه پیژنې، او دویم دا چې د ځان د پیژندلو لپاره تا ته زما ضرورت دی. نو اوس ته وګوره چې زما په مخ کې ستا څه حیثیت دی.

زه: زه څوک یم ؟

ایینه: دا هغه سوال دی چې ډیر لوی لوی انسانان ددی سوال له مخ کیدو نه په ژړا دي. د ترتیب او تقلید په ذریعه د ډیر مهارت سره ددې سوال نه ځان خلاصولای شي. له مودو راهیسې په تکراري خبرو نه په مرسته اخیستو سره خپل ځان ته د ناکامۍ یو له ځانه جوړ شوی ښایسته جواز پیدا کوي. او داسې انګیري چې دا سوال د هغو مغلقو سوالونو څخه دی چې د دې هیڅ کوم جواب نشته.

زه: ته په دې یقین سره دا خبره کولای شی؟ ایا تا ددې ټولو تحقیقاتو مطالعه کړې ده. او ایا تا ته هیڅ چیرته هم ددې سوال ځواب پیدا نه شو؟

ایینه: واوره ، ته زما مخکې د خپل جهل اعتراف وکړه. او دداسې ټولو اسبابو نه لری والی غوره کړه د کومو اسبابو نه چې حماقت پیدا کیږي. او د توکل توره له ځان سره واخله او د عزم او همت په اس باندې سپور شه. نو بیا زه ستا سره تر هغه ځایه تلای شم له کومه چې ستا سفر شروع کیږي. لیکن تر اخره نه شم.
اصل کې ستا ستونزه دا ده چې ته دا فکر کوې چې د یوې معمولي اینې خبرې څنګه منلای شي. خصوصا د ایینې هغه خبرې چې هغه د انسانانو د ډیرو علمي افرادو د خبرو نه مختلفې وي.

زه: او واه ــ ته زما له خوا داسې خبرې څنګه کولای شی چې هغه ما هیڅ کله هم نه وي کړي؟ دا خو یو عجیبه زورواکي ده چې زما د زړه د خبرو کولو حق دې له ما نه واخیست او د خپلې خولې نه راوتلې خبرې دې په ما پورې تړې.

ایینه : — که چیرته تا زه پیژندلم نو تا به هیڅ کله هم په دې خبرو زما د سر ګرځولو کوشش نه کاوه. ځکه چې ستا د زړه د خبرو په پوهیدلو کې ما ته ستا نه د پوښتنې ضرورت نشته. ځکه هر څه چې په تا کې وي هغه په ما کې ښکاریږي. که داسې نه وي نو بیا خو زه ایینه نه یم.

زه : غلط ــ سر تر پایه غلط ځکه چې ایینه صرف زمونږ ظاهري صورت ښودلی شي نه زما د زړه خبرې.

ایینه : — اصل کې خبره دا ده چې تا ته دا نه ده معلومه چې هغه څه چې ستا په اندرون کې دي هغه هم ستا د صورت نه یو صورت دی. اودا تا چې خپلو محسوساتو ته تکیه وهلې ناست یې. ددې وجه ستا دا وهم دی چې محسوسات حقیقت دی. ددې وهم اثر دی چې ته په محسوساتو د حقیقت ګمان کوې. ما سره دا ډار دی چې هسې نه ته ددې حواسو د پردو له وجې له معاني نه ناخبره پاتې نه شې.

زه: غلط، په تا کې چې کوم صورتونه ښکاري د هغې هیڅ حقیقت نه وي. البته ته چې کومو محسوساتو ته صورتونه وایې هغه حقیقي محسوسات دي.

ایینه: — ته نه یې پوهیدلی. کاش چې ته پر دې پوهه شې چې په ایینه او په هغې کې ښکاره کیدونکي صورتونه او دهغوي نوعیت ، محل او مقام د هغوی د حقیقت د بدلولو سره بدلیږي.
دا خبره یاده لره چې ایینه او په هغې کې د ښکاره کیدونکي صورت، ددواړو حقیقت یو دی. په دې معنی چې د کوم شی تعلق د محسوساتو له دنیا سره وي نو هغه د محسوساتو په ایینه کې خپل صورت ښکاره کوي. او تر کومه چې د معاني خبره ده نو معنی هم یو صورت دی. چې د معانی له دنیا سره اړیکه لري.او دا صورت چې په کومه ایینه کې ښکاره کیږي نو د هغې ایینې اړیکه به د معانی له دنیا سره وي. نو د محل او د ځای په اعتبار سره د هغې په حقیقت کې هیڅ فرق نشته.

زه: که چیرته داسې خبره وي نو بیا به محسوسیدونکي صورتونه په محسوسیدونکې ایینه کې ښکاریږي. او ته چې د کومې معانی دعوا کوې هغه ماته په تا کې په نظر نه راځي.

ایینه: دا ځکه چې ستا د بصیرت سترګې لا تر اوسه نه دي خلاصې. بصیرت هغه سترګي دي چې اړیکه یې د معاني له دنیا سره ده. او داسې یوه ایینه چې په هغې کې هر څه ښکاریږي. چې هغې ته هباء وایي. چې د پخوانیو فلسفیانو په اصلاح ورته هیولا هم ویل کیږي. د عام عرف له وجې ایینه هغې ته ویل کیږي چې په هغې کې د صورتونو د ښکاریدلو قابیلیت وي. نو له دي وجې هر هغه شی چې خپله بې صورته وي خو د صورتونو د ښکاره کولو وړتیا ولري نو هغه ته بیا د خپل ځای او شتون په وجه ایینه ویل کیږي.
—- لږ ماته وګوره—- تا ته څه ښکاریږي؟

زه: زما خپل صورت

ایینه: — ایا ته په دې خبره کې څه شک لرې چې ته اوس خپل ځان ګورې او که دا بل څوک دی؟

زه: نه ؟، زه هیڅ شک نه لرم.

ایینه: نو ایا په ما کې داسې کوم شی شته چې له ما نه زیات و ي؟

زه: نه

ایینه: نو بیا په ماکې داسې کوم شی دی چې هغه ته خپل صورت بولې؟؟

زه: زما صورت

ایینه: او ستا صورت. زما غیر نه دی ـ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x