نظــر

نن ټکی اسیا اسلاميت او افغانیت ته ژمنو لیکوالو سنګر

عبدالسميع درانی

پر ګران افغانستان باندې صلیبي یرغل چې مشري یې د عصر دجال امریکا کوله؛ یوه برخه یې رسنیز یرغل ؤ. امریکایانو له نظامي یرغل سره جوخت پراخ رسنیز یرغل پیل کړ. دوی اکثریت پخوانۍ رسنۍ د ډالرو په زور وپېرودلې، زیات شمېر رسنۍ یې تأسیس او د غربي چوپړ وړ کسان یې پکې په دندو وګمارل او د خپل فکر د نشر، د افغان مؤمن ولس د بې لاریتوب او د افغان مؤمن ولس پر خلاف د تبلیغاتي وسایلو په توګه يې وکارولې.

په داسې یو اړخیز ماحول کې چې اکثریت رسنۍ د غرب په پلان روانې وې؛ د داسې رسنیو شتون بیخې اهم وو چې اسلامیت او افغانیت ته ژمن و اوسي. چې لله الحمد څو تنو مخلصو یارانو د الله تعالی په فضل او کرم ددې خلا د ډکولو په نیت د نن ټکی اسیا خبري، تحلیلي او ټولنیزې ویبپاڼې بنیاد کېښود.

نن ټکی اسیا ویبپاڼې چې د خبرونو ترڅنګ د ژوندانه ټولو برخو لکه دین، سیاست، ټولنیز مسایل، ټکنالوژي، ادب، روغتیا، ورزش… ته یې ځانګړې پاملرنه درلوده، فکراً یې د ګران افغانستان اوسیدونکې په اسلامي فکر وروزل او تر ډیره یې د فکري بې لاریتوب مخه ډب کړه.

د واقعیتونو په رابرسېره کولو او نشرولو کې یې بې طرفي حفظ او خپل رسنیز مسؤلیت ادا کړ. د خبرونو په کره والي کې یې دریځ بیخي د ستایلو دی. زه خپله او نور ډیر داسې کسان پېژنم چې د خبرونو د لوستلو لپاره یې اول انتخاب نن ټکی اسیا ویبپاڼه وه او د موبايل او کمپیوټر په پلټنځای کې به یې زیات وخت د نن ټکی اسیا نوم په لومړي سر کې قرار درلود. ددې خپلواکې رسنۍ یوه لویه ګټه دا هم وه چې اسلام او افغانیت ته ژمنو کسانو د لیکنو لپاره د نشر ځای پیدا شو او تنکي لیکوال دې ته وهڅېدل تر څو نور هم لیکوالۍ ته توجه زیاته کړي.

دې ازادې او نا پیلې رسنۍ خپلو لوستونکو ته د پېښو داسې انځور وړاندې کړ؛ چې لوستونکې وکولای شي حقیقت په اسانه سره درک او د رسنیو په تبلیغاتو ونه غولیږي.

د یادونې وړه ده چې د موادو په چمتو کولو کې ورسره مخلصو اسلام او افغانیت ته ژمنو لیکوالو بې دریغه همکاري کړې ده او پر وخت یې مواد د نن ټکی اسیا خپلواکې ویبپاڼې ادارې ته سپارلي دي.

که په لنډو کې ووایم؛ نن ټکی اسیا د ګران افغانستان په آزادو مطبوعاتو کې تر ټولو بارز رول لري!

د الله تعالی له عالي شانه دربار څخه د نن ټکی اسیا ټولو مسؤلینو، کارکوونکو او همکارانو ته بې شمیره اجرونه او د لا ډیر خدمت توفیق غواړم.

په درنښت عبدالسمېع درانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

درانی صاحب او د نن ټکی ټولو چارواکو او یو تر ټولو خوږ ملګری می فدا صاحب چه زما اولنی ملګری ، زه ورباندی ګران او په مونږ هم ګران دی ، سلامونه او نیکی هیلی می ومنی ! درانی صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی څه چه تاسی لیکلی هو به هو یا کما حقه همداسی ده ، هغه وخت چه دا پاڼه جوړه شوه زما سره یو بل وردګ ملګری په دوبی کی اشنا شوی وو هغه د فدا صاحب نزدی اړیکی لرلی هغه راته ددی پانی بیژندګلوی او یادونه وکړه ، زړه می وو چه دفتر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x