
لوګر کې اربکیانو یو دیني عالم ترور کړی
نن ټکی آسیا: د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې اربکیانو د یوې دیني مدرسې استاذ او ملا امام د شپې ناوخته د مسجد په داخل کې په ډزو وژلی دی.
د پوهنې وزارت خبرپاڼې هم په لوګر کې د یوه ملا امام وژنه تائید کړې؛خو زیات جزیات یې نه دي ورکړي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې : « وحشي اربکيانو د لوګر ولايت په محمد اغه ولسوالۍ کې ملا امام حافظ مولوي صاحب محمد عادل شهيد کړ.
خبر کاږي اربکيان تېره شپه د ولسوالۍ جامع مسجد ته ورغلل او مولوي صاحب يې په زور له جماته بهر کړ او بيا يې په خورا وحشت سره په شهادت ورساوه، انا لله وانااليه راجعون.»
د سیمې د خلکو په وینا اربکیانو نوموړی له طالبانو سره د اړیکو په تور ترور کړی.