ټولنیزه برخه

امام عبدالله بن یاسین او د مرابطین تحریک منځ ته راتګ (دوهمه برخه)

نوید صهیب
د تاریخ ددې سترې حماسې دوه اتلانو (یحی بن ابراهم او عبدالله بن یاسین) له سجلماسه ښار څخه روان او د افریقا له سختیو او پیچومو ډکې لارې یې ووهلې تر هغې چې د موریتاني جنوب ته ورسیدل، دا سفر عبدالله بن یاسین ته چې د مدیترانې په ښکلو آبادو سواحلو او اندلس کې یې ژوند کړی ؤ یو څه ستونزمن ؤ، نوې تجربه، د صحرا له بدویانو سره ژوند او د هغې سیمې ځیږ طبیعت ؤ چې ددې سیمې خلک یې د موریتاني د شمال له متمدنو خلکو څخه بدل کړي وو. د عبدالله بن یاسین دنده یو داسې قوم ته د اسلام ښوودل وو کوم چې د اسلام له نوم او یو څو وړو آدابو پرته یې ددې دین نور هیڅ نه پیژندل.

په اولو وختونو کې د عبدالله د دعوت کار سم روان ؤ، خلکو د عبدالله او یحی پوخ هرکلی وکړ، دوی د قوم اویا تنه ویښ ځوانان د اسلام د تعلیم لپاره غوره کړل.

خو یو داسې قوم ته دعوت آسان ندی، ددې د خلکو ذهنونه له حرافاتو، بې لاریو او بدعاتو ډک وو چې قاضي عیاض رحمه الله یې په اړه وایي : «دین د دوی په منځ کې هیڅ ؤ، د ډیرو افکار د جاهلیت وو او ډیرو یې یغیر له شهادتینو د اسلام نور څه له ځان سره نلرل».

د عبدالله بن یاسین دعوت د قوم د سرانو او بعضې تش په نوم علماؤو ګټې له خطر سره مخ کړې وې، دوی چې کله د شیخ عبدالله او یحی د دعوت پرمختګ ولید نو په اختلاف او ځورونو یې لاس پورې کړ، خو عبدالله بن یاسین د دوی د آزار، اذیت، تهمتونو او رواني جنګ پروا ونكړه، خپل کار یې کاوه تر هغې چې د قوم اشرار یې عملأ په وړاندې راپورته او شیخ یې په زور وشاړه.

عبدالله بن یاسین د سودان جنوب ته تلل غوښتل، خو د هغه وفادار ملګري (یحی بن ابراهیم) ورته یوه بله مشوره ورکړه، یحی وویل : ته راغلی یې چې مونږ د له علمیت څخه ګټه واخلو، دا چې قوم مې ګمراه شوی زما ګناه څه ده!؟ دلته یوه جزیره ده، چې په هغې کې حلال خواړه، ونې او د ښکار لپاره حیوانات شته، هلته ځو او تر مرګه د الله ج عبادت کوو.

شیخ عبدالله بن یاسین د یحی بن ابراهیم په ګډون له اوو تنو نورو ملګرو سره هغې جزیرې ته لاړل او هلته دېره شول.

شیخ عبدالله او ملګرو یې څو میاشتې پدې جزیره کې په عبادت او د دین په تعلیم کې تیرې کړې، تر هغې چې ددوی د استوګنځي په اړه شاوخوا خلک هم لږ لږ خبر شول.

پدې خلکو کې چې څوک د توبې غوښتونکي او له ګناهونو بیزاره وو هغوی ټول به د شیخ عبدالله رباط ته ورتلل.‏

په جزیره کې د عبدالله د دعوت دغه مرکز ورو ورو په غټېدو شو، په څلورو کلونو کې یې د شاګردانو شمیر زر تنو ته ورسېد.

د عبدالله د شاګردانو شمیر هغه وخت ډیر زیات شو کله چې د لمتونه قبیلې مشر (یحی بن عمر المتونی) له خپلو شپږ زرو سړیو سره له عبدالله سره یو ځای شو، یحی بن عمر المتوني یو څه موده وروسته ومړ، په یو بل روایت شهید شو.

د شیخ بن یاسین او یحی بن زید د دغې ډلې شمیر ۷۰۰۰ تنو ته رسیدلی ؤ. په جزیره کې یې د عبادت او دینی تعلیم تر څنګ نظامي زده کړې هم کولې، آس ځغلونه، نیزه بازی، تور زني او د هغې وخت د جنګي رسوماتو مطابق یې اعداد ترسره کاوه…

نور بیا…‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x