افغانستان

په ټول هېواد کې له اته زرو زياتې ښځې په نشه يي توکو روږدې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱۹مه ۱۳۹۶ل): د نشه يي توکو د مخنيوي وزارت وايي، چې هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتيږي او په اوس وخت کې له اتو زرو زیاتې ښځې په نشه يي توکو روږدې دي.

 د مخدره موادونو د مخنيوي وزيرې سلامت عظيمي کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو ښځو شمېر دومره زیات شوی، چې د هېواد روان وضعیت او چاپېریال يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

سلامت عظيمي وويل، که په کور کې يو تن په مخدره موادو روږدی شي، د کورنۍ نورو غړو ته هم سرایت کولی شي او په کور کې د مينې او باور فضا هم له منځه وړي.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزيرې زیاته کړه،  که د نشه يي توکو د کرکيلې او سوداګرۍ مخنیوی ونه شي، نو د افغانستان په ګډون ټولې نړۍ ته يې زيان رسيږي او بيا به يې مخنیوی له وخته تېره خبره وي.

وزيرې هيله څرګنده کړه، چې د مخدره موادو د کرهنې د مخنیوي، د سوداګرۍ او قاچاق او په دغو جرمونو کې د ککړو کسانو پر وړاندې قانوني ګامونه پورته کول او اړوندو نورو چارو په اړه په پنځه کلن پلان کار کوي او هڅه به وکړي، چې بزګرو ته متبادل معيشیت برابر کړي، تر څو کروندګر د چرسو او افيمو له کرلو لاس واخلي.

وزيرې همدارنګه ټينګار وکړ، چې حکومت په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پروګرام هم په نظر کې لري او په دې اړه به د ولسي پوهاوي د کچې لوړولو لپاره هم پراخ کمپاينونه وکړي.

سلامت عظيمي وويل، چې لا هم د هېواد په ګڼو سيمو کې په زرګونو جریبو ځمکو کوکنار کرل شوي او زرګونو کسان يې په کرلو او سوداګرۍ بوخت دي.

نوموړې له رسنيو، امنيتي ځواکونو او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د نشه يي توکو پر ضد رښتينې مبارزه وکړي دغه ناوړه بوټی له هېواده ورک کړي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد په يوه فرمان په ټول هېواد کې د کوکنارو کرل او سوداګري بنده شوې وه، خو د طالبانو نظام له نسکورېدو وروسته د کوکنارو کرل او سوداګري دومره ډېره شوه، چې د ټولې نړۍ نوي سلنه نشه يي توکي افغانستان توليدوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x