نظــر

نن ټکی آسیا ته مننلیک!‎

 حمد الله (دانشمند)
د “نن ټکی آسیا” سپېڅلې پاڼې مدیر او ټولو همکارانوته، و دې ستر پړاو ته د رسېدو تبریکات ډالۍ کوو! ور نه، نیم ملیون ځله مننه کوو، چې تل یې رښتینې حقائق او مطالب، پر وخت خبرونه، په دقیقه او کره توګه و خپل ځورېدلي او له حقائقو ګوښه ساتل شوي ولس ته رسولي.

یقینا په ننني عصر کې د خبري رسنیو بازار ښه ګرم دی، ټول خپل ساز، او لیکل شوي مطالب په دې جملو (غونډلو) پیلوي: (دحقائقو اینداره، د پر وخت خبرونو یواځنۍ مرجع؛ ازاده او خپلواکه؛ تاسو ته رښتینې حقائق سپړي؛ بې پرې پاڼه؛ د حقائقو په ښکلا سینګاره ده، د ولس په خدمت کې ده او…) خو په حقیقت کې تر تحلیلي مطالبو وړاندې داسې/دېته ورته جملې کارول یواځې او یواځې د ولس او ملت د تېرایستلوله پاره دي او بس.

یادې رسنۍ له خپلو عهدو او ذمه واریو نه سوء استفاده (ناوړه ګټه) تر لاسه کوي؛ د نطاقۍ او ژورنالستۍ له اصولو او مقرراتو نه په رډه سر غړونه کوي؛ د یو لړ مادي امتیازاتو په بدل کې خپله ښکلا او ارزښت له لاسه ور کوي؛ په لږه اجره له سپین نه، تور او له تور، نه سپین جوړوي؛ د زقوم په څېر ترخه او زهرجن، له کرکې او نفرت نه ډک، بد فعلیو او فحشا ته بلونکي او هڅونکي مواد خپروي؛ پردی کلتور او پردي عنعنات زموږ په اسلامي ټولنه کې رائجوي او خپروي؛ زموږ د ځوان کهول او ښځينه قشر مینه او الفت له دیني او مذهبي نوامیسو، قدرونو او ارزښتونو سره کموي، غربي او طاغوتي باطلو مفکورو ته وده ور کوي؛ ژبني، نژداي او قومي نفرتونو ته لمن وهي…؛ خو یادې رسنۍ دي پوی شي، چې اوس ملت ستاسو په بې هوده منتر پوی شوی، ستاسو ناوړه تګلاره او کړنلاره یې پېزندلې، اوس مو د خپلواکۍ او ازادۍ ښکلا بایللې، د بلواکۍ او غلامۍ کرغېړن ځنځیر مو له غاړو نه تاو دی، اوس ولس ستاسو ړانده تقلید ته ژمن او متعهد نه دی، تر دې چې په لرې پرتو سیمو کې چېرته چې د ټکنالوجۍ لاسونه فلج دي هم د یادو خبري رسنیو مطالبو ته اوس د شک په سترګه کتل کېږي….

یواځې د ګوتو په شمار خبري رسنۍ – چې په لومړي کتار کې یې زما په آند “نن ټکی آسیا” قرار لري – د ازادۍ او خپلواکۍ په ښکلا سینګارې، په دیني، مذهبي او اسلامي لیکنو بډایې، له نفرت او کرکې نه پاکې دي، د حق په وړاندې د چا د سپکو، سپورو او ځورونو پروا نکوي – مدیر، لیکوالانو، خبریالانو، تخنیکي همکارانو او لوستونکو ته یې له الله پاک نه نېکه جزا غواړم! نه یواځې دا چې له فحشا او ناروا خپرولو نه ډډه کوي، بلکې د هغوی په اضرارو او بدو عواقبو ولس پوهوي او د مخنیوي له پاره یې لازم اقدامات هم کوي. پرديپاله رسنۍ، اجیر لیکوالان که یې ښکلا نشي ژغملی؛ دا ده ځلاند لمر د ټکۍ ګناه نه ده، بلکې اسمان څکلی دي د خپل دید درملنه وکړي؛ نه تر ننه بهیر، له خپل مسیر نه د (…) را ګرځېدلی.

نږدې ده، چې اجرتي لیکوالان او اجیرې رسنۍ (تش په نامه ازادۍ، ورسره ملې رسنۍ او دهغوی تاندې څانګې) به یو وخت د الله پاک او د مظلوم ولس په وړاندي د خپلو ټولو کړنو ځواب ووایي.

په پای کې یو وړاندیز: “نن ټکی آسیا” دي په خپلو تمثیلي انځورونو کې اسلامي ثقافت، کلتور او عنعنات “علی حسب المطاق” له یاده نه اوباسي.

ستاسو تلپاتی مینوال: حمد الله (دانشمند).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x