
غزل/ حفيظ الدين پيرزاده
حفيظ الدين پيرزاده
چې له یوې جگړې اوزگار شو پسې بله راځي
زموږ وطن ته به یارانو! سوله کله راځي؟؟
مرگه لږ صبر وکړہ ستا راتگ ته څه حاجت دی؟
زموږ د گل په شان ځوانان درته پخپله راځي
د عقل ویش کې مفکر صاحب ویدہ پاته و
پر موږ به ښه ورځ د منطق په حساب څه له راځي؟!
د باچا ښځه خو د ټول ملت ابۍ یادیږي
زموږ بدبختو په نصیب کې رولا گله راځي!!
زہ له شین سترگو کافرانو نه گیله نه لرم
زما د مرگ فتوی خو راسآ له کابله راځي
د زمرُدو غل نو څرنگ قھرمان بولم ؟!
د ژبني تعصب بوی مو له اتله راځي
د دولتي خیاط تر ټولو غټه نښه دہ چې
لاس کې ټاپه گرځوي، خولې ته ئې کنځله راځي
زما وکیل د اعتماد رایې ته داسې خوښ وي
لکه غوائي ته چې غوجله کې شفتله راځي
حفیظ به ولې په تاودہ جنگ کې غزل نه وائي؟!
چې ستا د زلفو خوشبوئې ئې تر مورچله راځي
———————————————–
حفیظ الدین پیرزادہ
ستاکھولم د جولای 9/ 2017