نظــر

د نن ټکی اسيا په اړه د ليدونکو تبصرې

نن ټکی اسيا ويب پاڼه چې نږدې شپږ کاله وړاندې د انلاين ژورناليزم ډګر ته راووتله چې د خپل ژورناليستيکي خدمت له امله يې د يوې باوري او منلې رسنۍ په توګه د خلکو په منځ کې شهرت وموند.
تېره ورځ د نن ټکي اسيا خبري او تحليلي ويب پاڼې د فيسبوک پاڼې خوښوونکي نيم ميليون ته ورسېدل چې
په دې اړه نن ټکي اسيا يو مطلب خپور کړ چې په تبصرو کې ګڼو مينه والو خپل نظرونه او تبصرې ليکلي دي چې يو څه يې په لاندې توګه دي.

عبدالمالک روحاني
د (نن ټکی آسیا) وېب پاڼي و مسؤلینو، ټولو همکارانو او خوښوونکو ته یې د پنځه سوو زرو خوښوونکو او د پنځه کلني دورې خدمت مبارکي وایم.
یقینًا نن ټکی آسیا په رسنیز ډګر کي یوه بې سارې، ازاده او خپلواکه رسنۍ ده چي په ډېرو سختو شرایطو کي یې خپل مسؤلیت اداء کړی او همېشه یې خپل ولس ته حق منعکس کړی.
د دوۍ د همکارانو حوصلې ته دوه لاسي سلام دی. ډېر وختونه هغه خلک چي د حق اورېدلو توان نلري؛ یا هم د فکر د خام والي له کبله دوۍ ته ښکنځل او بد رد وایي، دوۍ یې پر وړاندي هیڅ بد عکس العمل نه ښکاره کوي.
د دوۍ هڅي د ستایلو دي، هیله مند یم چي شتون یې تر ډېره دوام وکړي او د خپل ولس په زړه کي نور هم ځای پیدا کړي..
ــــــــــــ
درنښت
روحاني

عبيد عبيد
حق تل تر تله کامیاب دی تر څو چی تاسی د حق لارویان یاست کامیاب به یاست خدای مکړه که هر کله د حق دلاری څخه عدول وکړی هغه به مو د نا کامی او زوال پیل وی که څه هم تاسی خپل پرمختګ پکښی په سترګو و وینی ځکه استدراج د ناکامی تر ټولو بد ډول دی الله مو وه ساته د هر ډول انحراف څخه. آمین

حاجي خير محمد
دسوشل میډیا په ډګر کې نن اسیا یوازنۍ پاڼه ده چی تل یی حقایق په دقیق ډول تر موژ مینوالو رارسولې .مبارکی یی درته وایو.

زاهدي مجاهد
ستاسو دنورو بریاوو په هیله،،،
یواځی تاسو یاست چی دټولو اسلامی،او انسانی ارزښتونوسره موافق مو،خپل سپیڅلئ،او ارزښتمن،رسالت سرته ورساوه،دچاسپکی سپوری دی،ستاسوزړه مات نکړی.
دلابریا،په هیله.

حبیب الرحمن لوګری
ویاړو چی نن ټکی اسیا غوندی ازاده رسني لرو چی له هري رسني مخکی یی هیوادوال خبر کړی او تل یی هیوادوال له حقایقو خبر کړی…مننه

حضرت ګيانوال
االله خپروني موډيرې ښايسته اوپه زړه پوري دي داځکه چي هروخت موکووښښ کړى چي خلک مو
داسلام احکامو اوخپل درانده کلتوراوعنعناتوته دادي فسادپه دورکي توجوکړي دي يوه نړۍ مننه اودالله ج څخه درته د لازياتوبرياووپه هيله.

ميرويس باوري
رشتیا چه همدا نن ټکی اسیا ده چه افغان ولس ته حقائق روشانه کوي که موږ وګورو په افغانستان کې اوس تر اتیاوو زیات تلویوزیونونه دی اوتر سلوزیاتی راډیوګانی خویو یی هم رشتیا نه وایی اوټولی ده بل په اشاره خبرونه وایی او دولس په سترګوکې خاوری شندي یوازی نن ټکې اسیا ده چه موږ ته موثق اوپه وخت خبر رسوي

مسافر دولت زی
دنن ټکی آسیا محترمو او معزز مسئولینو ته دزړه دکومی په کم وخت کي ددومره لوی اعزاز مبارکی وایم واقعاً تاسو دریښتونی رسنیو حق اداء کړ تاسو درسنیو ټول اصول او مقرارات مراعت کړی دی تاسو دافغان مظلوم او دردیدلی ملت واقعی اواز یی تل سر ولړی او کامران اوسئ.

محمد اسماعيل داڼي
په دې کې شک نشته چې نن ټکی اسیا یوه ازاده خپلواکه خبري تحلیلي او ټولنیزه وېب پاڼه ده نو الله ج دې دنن ټکي اسیا کارکونکو همکارانو ښایسته لیکوالانو ته او هغو ته چې دنن ټکي اسیا څخه خوښ دي نن ټکی اسیا تشویق کوي لایک کوي یی او له اخبار سره سم کمنټونه ورته کوي اجرالعظیم ورکړي لا دنور کامیابیو په هیله

مصطفی قلندري
له تاسونه هم یوجهان مننه تل مو حق ویلی الله ج دی نورهم دحق ویلو توفیق درکړي ددښمنانو په تبلیغات هیڅ پروا مه کوی حقیقی مسلمانان او افغانان له تاسوسره مینه لري.
الله ج موددښمنانو سترګی درباندی ړندی کړه.

احمد جنيد مبارز
د نن ټکي اسیا ازادي پاڼي څخه زه هم نړۍ نړۍ مننه کوم
واقعت چي ریښتنې پاڼه ده او ډېر په زړه پوري ډول ډول مطالب راته خپروي؛ خدای تعالی دي نور هم ورته پراخي ور کړي.

شاهين پکتيا وال
د نن ټکي اسیا د خوښونکو شمیر پنځه لکو ته ورسید .
مدیر مسؤل او ملګروته یې د زړه له تله مبارکي وایم.
نن ټکي اسیا په ډیرو کمو امکاناتو سره په رسنیز ډکر کې د هیواد د خپلواکۍ لپاره په شعوري ډول سره ستر رسالت تر سره کړ .
الله ج دې خدمت قبول کړي.

افغان غازي
له نن ټکي اسیا څخه نړۍ مننه کوو چې دا پنځه کاله یې هغه خلا تر ډیره ډکه کړه چې دیرغلګرو په لکۍ پورې تړلو رسنیو پرځای پريښې وه.
غرب پالو او یو شمیر نورو عقديي رسنیو زموږ د ولس ذهن تخدیر کړی وو، خو لله الحمد چې نن ټکی اسیا یې مخه ونیوله او د ولس په رڼاکې ساتلو لپاره یې پنځه کاله ستړی مزل وکړ.
زما په اند اسلام پال او د هیواد علیا ګټو ته ژمن وروڼه تر ډیره د لایک کار ته توجه نه کوي؛ بلکې صرف مطلب او خبر ګوري او وځي، که چیرې ټولو د لایک پابندي کړې وایی د نن ټکي اسیا لایک به اوس تر میلیون اوښتی وو.
د مثال په ډول ما په تیر پنځو کالو کې تقریبا هره ورځ د نن ټکي اسیا له مطالبو، خبرونو او تحلیلونو څخه ګټه اخیستې ده؛ خو یوه ورځ مې هم لایک نه دی ورکړی، ځکه زه عادتا دلایک کار ته لازمه توجه نکوم.
داسې لسګونه نور وروڼه راته معلوم دي چې د نن ټکي اسیا همیشني مینوال دي خو د لایک سره هیڅ علاقه نلري.
په هرصورت له دې هیسته به لایک ته خاصه توجه کوو او د نن ټکي اسیا له ټولو کارکونکو، لیکوالانو او خبریالانو څخه نړۍ مننه چې په رسنیز ډګر کې یې ملت ته په اخلاص او مسلکيتوب سره کار وکړ، ستاسو د لا توفیق په هیله.

احمدالله حسين خېل
دنن ټکي اسیا په زړه پوري پاڼې او کارکونکو څخه نړۍ مننه کوو دمسلمان دزړه اواز تاسو په بریالي توب سره دنړۍ تر غوږونو رسوئ تاند اوځلاند اوسئ تاسې درانه خلک او درانه خلک به درته په دروند نظر ګوري البته سپک او بې شرمه خلکو ته هرڅوک سپک ښکاري تاسو زموږ مشران اوپر تاسو پوره اعتماد لرو.

قاضي محمد حسن حقيار
د نن ټکي جلوونکيو بريا موپه برخه لاهم کوښښ وکړئ چې په خبرونو کې دقت سرعت توازن او بى طرفى خپل کړئ.

فهيم وطن يار
د حدمت څحه مو مننه حداى تعالى دى وکړى چى ستاسو حدمت د اسلام په چوګات کى برابر وى!
واقعا تاسو تر دى حده پورى د ريښتونى رسنيو حق اداءکړى دى.
تاسو درسنيو ټول اصول او مقرارات مراعت کړى دى ،حو دلته يو ټکى ته اشاره کوم چى منفى خبرى له حلکو سره مه شريکوى ،دوهم د افغانستان ټول فرد فرد سره ورنه دى دا ورنه بايد پو کړى چى د حل لاره کومه ده هعسى مسايل ورته د فيس بوګ له پاڼي وړندى کړى چى دوى له وآقيعتونو نه خبر شى !

رحمت الله ذکي
نن ټکى اسياواقعا دټولوهيواد والولپاره يوه باوري رسنۍ ده ستاسوچوپړ دهيوادپرمختګ دي ،، تل دى وي بې پرې خبريالان اوخپلواکي رسنۍ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د نن ټکی اسیا ویاړلو چلوونکو ورونو السلام علیکم ! دی کی شک نشته تاسی خپل امانت ، ستاسی مسولیت په ښه امانت داری تر سره کړی او ترسره کوی مونږ درته شاباسی وایو دعا درته کوو او د لا ډیر توفیق هیله او تمنا درته لرو . مګر مونږ هم ستاسی له اولنی غړو څخه یو ، فدا صاحب مو له نزدی پیژنی ، مونږ هم ستاسی د تشویق او ښو کړنو د یادونو د باره یوه تبصره پرون لیکلی وه ، هغه مو نه ده خپره کړی ، تاسی ته زمونږ هغه تبصره نه ده رسیدلی او که… نور لوستل »

عبد الله

وعلیکم السلام. محترم مشر حاجي بیانزی صاحب، الله تعالی دي غم مه راکوه، ستاسو لومړنۍ تبصره پر یوه بله لیکنه کړې وه، چې هغه هلته سمدستي نشر شوې، په لاندي ادرس یې کتلای شئ:
https://www.nunn.asia/99947/

عبدالولی (فهیم)

سلامونه ریښتیا دا مونږه ټولو افغانانو ته د ویاړ ځای ده چی د رسنیو په برخه کی داسی بی جوړه رسنی لرو چی هیځ ساری نه لری ستاسی د نورو بریاو په هیله

شهاب

سلام عليکم د نن.اسيا کارکونکو او ټولو مينه والو!

ډير خوشحاله يم چی نن.اسيا د خپل رسنيزو خدماتو په وړاندی کولو سره دا مقام تر لاسه کړ. ريښتيا هم چی د افغانيت او اسلاميت سنګر ياست او په افغانانو کی مو د کړی خدمت له امله ځانګری ځای شته. زه له هيواده ډير لری په غرب کی اوسيږم مګر رسنيزه تنده هره ګړۍ ستاسو په ريښتنې رسنۍ ماتوم.
زما غوندی به ډير لټان وی چی لايک به يې نوی کړی مګر ستاسو د سنګر هميشنی ملګری دی.
الله مو ونازوه
په درنښت
شهاب

سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

دنن تکی آسیامحترمو مسئولینوته دی شپژکلنی نه ستر یی دونکی په حقیقت ولارو کارناموته دیره دیره مبارکی وایم الله تعالی دی تاسی تول دی نن تکی آسیا محترم مسئولین په خپلوکارناموکشی همیشه بریالی اوسر لوری لری اوخدای تعالی موهمیشه کمیاب لره زکه چه تاسی محترم مسئولین یاست چه دی دغو مظلوم ملت حقایق بیانوی اودی هری ورزی حقیقتونه دی دغومظلوملت دونیا والو ته په داگه کوی بیاهم د زره لکومی مبارکی درته وایم مبارک..مبارک ..دوی درته …والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته …

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x