نظــر

صلیبي توطیي!!!!

د صلبي جگړو وروسته یهودیانو ته ثابته شوه چه له اسلامي نړۍ سره مخامخ جګړي کې خپلو موخو ته نشي رسیدلای نو دوی وغوښتل چې نوی تګ لارې پیدا کړئ ترڅو د اسلامي نړۍ د ضعف لامل وګرځي.

یو وخت چې اسلامي حکومت په ټوله نړۍ حکومت کوه  نو په هغه وخت کې ډېر ښه د زده کړو مرکزونه په اسلامي هېوادونو کې شتون درلوده چې په هغه وخت کې ډېری اختراعات د اسلامي علماوو لخوا تر سره کیدل او پرهرځای کې نوم وه ،

تر دې چې دهارون الرشید په وخت کې لمړنۍ ساعت مسلمانانو جوړاو د مسلمانانو د امیر د لوري دفرانسي بادشاه شارلمان ته په تحفه کې ورکړل شوه چې دفرانسي بادشاه دغه ساعت حیران کړو داسې فکر يې وکړو چې ګواکې په دې ساعت پیران دي چې خوځيږي.

نو کافرو هم وغوښتل چې لمړی اسلامي هېوادونو ته لاړ شي، هلته تعلیم وکړئ  او په تدریجي ډول سره په همدې اسلامي زده کړو سره ځینې شبهې د مسلمانان په ذهنونو کې پیدا کړي او له دې لارې اسلام له دننه تخریب کړي.

صلیبیانو لمړی په اسلامي هېوادونو کې زده کړي وکړي او بیا له زده کړو وروسته خپل هېوادونو ته لاړل دوی دومره په خپل یهودیت کلک ولاړوو، چې دوی د پوهې  اسلامي کلتور او ارزښتونو څخه یوازې  پوهه خپل هېوادونو ته یوړه.

دوی ځینې اختلافي مسایل او شبهې د مسلمانانو په  ذهنونو کې راولاړې کړې چې اسلام په دې ځای او په هغه ځای کې له تاسې سره زیاتې کړی نو له داسې مکرو او ایاتونوغلط برداشت کولو يو شمېر تش په خوله او ضعیف النفسه مسلمانانو  به ورسره هم منله.

دوخت په تېروسره یهودو او نصاراو ځینې حرکتونه جوړ کړل چې  د هغې په مرسته اسلامي نړۍ یې  د ضعف سره مخ کړه.

همدارنګه مستشرقین علمانیت یا سکولریزم، او تنصیر هغه مرحلې وې چې د مسلمانانو ذهنونه یې  په ځینو شباهتو پو اسطه یې ګډ وډ کړل خو قوی او غښتلې مسلمانانو هیڅکله ددوی په خبرو تیر نه وتل او نوی او ضعیف النفسه مسلمانان بیا د هغوی په خبرو تیروتل او  د وخت په تیریدو سره  درپه در شول چې ځينې نصرنیان یا عیسویان شول.

دغو حرکتونو هڅه کوله چې د سړې جګړې یا فکري استعمار په واسطه د مسلمانانو ذهنونه ګډ وډ کړي>

نو دوی په دې پوه ول چې د اسلامي نړۍ ډېری هېوادونه اوس له فقر او بیوزلۍ سره لاس او ګریوان دي دوی نړېوالوته ښودل چې دغه بې وزلوهېوادونوسره د بشر دوستی او وروولۍ تر عنوان لاندې  د مرستو اعلان وکړواوترشاه یې لوی مطلب یعنې عیسویت ته تبلیغ پروت وه چې وروسته ټولومسلمانانواونړېوالوته په اثبات ورسیده چې مرستي هدف نه بلکې د دوی هدف نصرانیت اوعیسویت دی

دصلیبیانو دغه کړنې چې دبشر دوستۍ اوتر عنوان لاندې وې په یوشمېراسلامي هېوادونوکې دزه کړو لپاره د ودانیو او تدریسي کتابونو مرسته کوله ان تردې چې په زیات مالي لګښتونو نړېوال پوهنتونونه ورغول او خلکو ته د زده کړو زمینه برابره کړه.

او خپله ژبه انګلیسي ته ډېر ارزښت ورکړو ځکه چې د دوی لومړنی هدف دا وو چې عربي ژبه او قران مضمون له  علمي دګر نه کمرنګه او پیکه کړي او په کرار کرار یې بیخې ورک کړي  عربي  ژبه چې نړېواله ژبه وه هغه یې له خپل موقیف څخه راوغورځوله او پرځای انکلیسي ژبه نړیواله کړه.

دوی دمسلمانانو د ګمراه کولوپه موخه ترهرڅه وړاندې ډېری مرستوندویه موسسي او  دفترونه یې جوړل کړل او  د وظیفي او دندی لپاره یې انګلیسي آو کمپیوتر   اساسي معیار وټاکه او لو ړ معاشونه یې هم ورته وټاکل ترڅو کوم کسانو چې دنده اخلي هغه بایدپه  انګلیسي پوه وي ځکه  دوی  له همدې لارې غوښتل چې په ټوله اسلامي نړۍ او په تیره بیا په وروسته پاتې هېوادونو لکه افغانستا نکې خپل ژبې لپارهمکاري وکړي نوډېری خلکو د قران او احادیثو پرځای انګلیسي ژبې یادولو ته مخه کړه او په کرار کرارد دوی هڅې دوام لري تردې چې  عربي ژبه او قران   د خلکو له ذهنونوه او زړنو مخه ښه اخلی.

دوی د اسلامي نړۍ مشران او ځوانان بد لمنیو خواته سوق کړل  ترڅو دوی یې د پرمختګ مخه ونیول شي.  په ډول ډول بد اخلاقیو اخته کړل.

د بېلګې په ډول لکه ایدز چې  د غربیانو یو نوی  تولید ده دایې اسلامي هیوادونو ته لاځان سره راوسته او  دهغې  لپاره یې دوا ګانی جوړي کړي ډېری مطمینه شول چه دوا خو لري خو کچیري دوی ورته اساسي لامل پیدا کړی وای او د هغې د مخنیوی یې کړای وای  څنګه یې د د اسلام غوښتنه وه او د انسایت غوښتنه وه نو هیڅکله به یو مسلمان په دغه غربي زیږنده مرض  نه وایې اخته شوي چې د زنا حرمت او زنا حد دی چې په دې سره خلک له دې څخه ژغول کیږي.

شافیه وقار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x