شعـــــرونه

اوسنۍ دنيا/ اروښاد خالص بابا

ارواښاد خالص بابا
اوسنۍ دنيا ته ګورم څه عجيبه ننداره ده
توره شپه سپينه رڼا ده رڼا ورځ تپه تياره ده

ماتې لوټې فولادي شوې ماتوي كلكې ډبرې
د فولادو تاب ختلی كه تبي كه هر كاره ده

يعني ټيټ خلك او چت شول او اوچت پريوت د لاندې
د كوهي خوله شوله ښكته سرچپه هم مناره ده

د قيامت نښې راغلي دنيا هسې رنګ نيولې
ګدايي له واګدارۍ نه مزه داره دوباره ده

دا پښتون غيرتي قام وو چې به نورو خان بللو
اوس دا نور واړه خانان دي د پښتون مينه خاره ده

دا په دې چېځينو ځينو پښتنو پښتو كړه سپكه
دوی پخپله ځكه سپك شول چې پښتو يې يېنداره ده

لروبر پښتانه يو وو خو چې مونږ مهاجر نه وو
اوس چې مونږه مهاجر شو روس ته جوړه تراره ده

د روسانو بچيان دلته كړي زمونږ په ضد خبرې
وران كاران دي دوی پخپله ، كړيې مونږ ته اشاره ده

نبي خيله دا ډمان دي دا د بل ډول ته نڅيږي
دا سازونه د دوی نه دي د روسانو نغاره ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x