افغانستان

حزب اسلامي متحد افغانستان د زلمي رسول ملاتړ اعلان کړ

د حزب اسلامي متحد افغانستان درېيمه ډله چې ډېری چارواکي يې د کرزي د حکومت غړي دي، پرون د يوې غونډې په ترڅ کې د ډاکتر زلمي رسول ملاتړ اعلان کړ

. د زلمي رسول د ټاکنيز دفتر څخه په يوه اعلاميه کې راغلي چې، حزب اسلامي متحد افغانستان د هيواد د سترو ګټو په موخه د ډاکتر زلمي رسول ملاتړ اعلان کړ او د زلمي رسول له بريا وروسته به حزب اسلامي د ښې حکومتدارۍ او خدمت په موخه د حکومت مهمه برخه وي

. د يادونې وړ ده چې جمعه خان همدرد او وحيد سباوون په مشرۍ يو شمېر دولتي چارواکو چې د حزب اسلامي غړي دي، څو ورځې مخکې د يوې سترې غونډې په ترڅ اعلان وکړ چې، دوی هيڅکله د عبدالله عبدالله ملاتړ ونکړي.

ويل کيږي چې، دغه ډله حزب اسلامي کې د پکتيا والي جمعه خان همدرد، قاضي امين وقاد، د پوهنې وزير ډاکتر فاروق وردک، وحيدالله سباوون او يو شمېر نور مهم دولتي چارواکي شامل دي. ديادونې وړ ده چې د حزب اسلامي يو شمېر غړي د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د عبدالله سره په ايتلاف کې د انجينر خان محمد ملاتړي دي.

بله ډله د انجينر ګلبدين په مشرۍ د ولسمشرۍ کانديد قطب الدين هلال ملاتړ اعلان کړی او دا دی درېيمې ډلې د ډاکتر زلمي رسول ملاتړ اعلان کړ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x