شعـــــرونه

غزل/ عرفان جلالزی

عرفان جلالزی

پۀ کاڼو ولمه درياب ، ملګري نه خبروم
له زړۀ تنګون اوله عذاب ، ملګري نه خبروم

ښه نو ترڅو بۀ مې پۀ ذهن باچاهي کوي تۀ
ښه نو ترڅو بۀ يم خراب ؟ملګري نه خبروم

وحشت او جنګ ظلم او زور او دښمني او نفرت
زۀ د دې تورو په کتاب ، ملګري نه خبروم

ځيني کسان دي ما محدود تر ضرورته ساتي
ځيني راوړي راتۀ ګلاب ، ملګري نه خبروم

زۀ د حالاتو دومره ډير قرباني شوى يمه
لمانه هم ورک دى حساب، ملګري نه خبروم

زما پۀ ژوند کې خوشحالي عرفانه دومره وه بس
لکه په دښته کې سراب ، ملګري نه خبروم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x