دیني، سیرت او تاریخ

امام عبدالله بن یاسین او د مرابطین تحریک منځته راتګ (درېیمه برخه)

نوید صهیب

د جهاد پیل، د امام عبدالله بن یاسین شهادت او د یوسف بن تاشقین رهبري

امام عبدالله بن یاسین وکولای شو چې د صحرایي ناخبرو خلکو له منځه لس زره منظم او په اسلامي عقیده روزل شوی ټولی تیار کړي، هغه به ځینې ځوانان خپلو قومونو ته هم د دعوت لپاره لیږل. د شیخ عبدالله د دعوت چارې یو وار بیا ډیرې ګړندی شوې وې، خو بیا هم د قومونو ځینو سرانو د بې لارۍ او اخلاقي انحطاط پرېښودلو ته تیار نه وو، یو بل مشکل چې دوی جوړ کړی ؤ هغه د خلکو ترمنځ د بې اتفاقۍ او نا امنۍ خورول ؤ. شیخ عبدالله پوهیدی چې که دا مشکل همداسې پاته شي د اسلامي یووالي راتګ ناممکن دی، عبدالله مجبور شو د قومونو دې مشرانو ته پخپله ورغی، اسلام او اتحاد ته یې راوبلل، خو دې کار هم کومه ګټه ونکړه.

دا هغه وخت ؤ چې شیخ نور نظامي جهاد ته مخه کړه او د مرابطین تحریک په جوړولو یې پیل وکړ.‏

عبدالله خپلو ملګرو ته امر وکړ چې د جهاد لپاره تیار شي، دوی په اولو کې د صنهاجه له نیږدې بې لارې قبایلو سره جګړه پیل کړه چې ددې قبایلو تیت پرک متزلزلو جنګیالیو د شیخ عبدالله له عقیدوي مجاهدینو سره مبارزه ونشو کړای، له لږ جګړې وروسته شیخ عبدالله د صنهاجه ټول بې لارې قبایل د اللهي نظام تابع کړې، بیا یې په لومړي قدم کې یو بیت المال جوړ کړ او د علم د خپراوي لړۍ یې تیزه کړه.

مرابطین په ډیر لږ وخت کې د صنهاجه مجاور نور بې لارې قومونه هم اصلاح او اېل کړل چې پدې سره لارې ګودرې په امن او د افریقا غرب یو وار بیا د اسلام کوربه شو.

د جزالي قوم مشر او د شیخ عبدالله وفادار ملګری امیر یحی بن ابراهیم ومړ، قوم یې له شیخ عبدالله وغوښتل چې بل امیر ورته وټاکي، خو شیخ دا تعصب وباله او ددې په ځای یې مرابطین ته د یو مشر د ټاکلو لپاره د شورا جوړیدو وړاندیز وکړ، شورا د لمنوتي قبیلې رئیس یحی بن عمر لمنوتي چې تر دې دمه ژوندی ؤ د مرابطین لپاره مشر وټاکه.

یحی لمنوتي په ډیر لږ وخت کې تر غربي سوډان پورې سیمې ونیولې او پخپله په ۴۴۸ ھ کال په یوه جګړه کې شهید شو، بیا د هغه ورور ابوبکر بن عمر لمنوتي د مرابطین مشر وټاکل شو.‏

ابوبکر یو تقوا داره صالح انسان ؤ، هغه خپل د عمه زوی یوسف بن تاشقین پخپل فوځ کې داخل کړ، د ابوبکر په مشرۍ د مرابطین لښکرې مغرب ته د بوغواطه قبیلو سره د جهاد لپاره لاړې، بوغواطه د ځان لپاره له اسلام، یهودیت، کوډګری او بت پرستی څخه یو مخلوط شوی دین جوړ کړی ؤ. ددې تر څنګ یې نور ډیر له اسلام لرې، بې لارې او شیطاني خویونه درلودل، همدا وجه وه چې مرابطین له دوی سره جهاد مقدم وباله. له بوغواطه سره جګړه د جهاد هغه سخته مرحله وه چې د مرابطین تحریک مؤسس، مهاجر مجاهد (امام عبدالله بن یاسین) پکې شهید شو.

دا د شهید امام عبدالله بن یاسین د دعوتي او جهادي سنګر (مرابطین) پای نه ؤ، بلکې د ابوبکر په رهبرۍ مرابطین بوغواطه ته هم ماتې ورکړه چې دا په ټول مغرب کې د اسلامي یووالی د راتلو پیلامه وه.

په ۴۵۳ھ کې ابوبکر لمتوني د خپل قوم په منځ د یوې فتنې له راټوکیدو خبر شو، بله لاره نه وه بې له دې چې ابوبکر خپل قوم ته ورشي او د فتنې مخه ونیسي، خو دا هم مهمه وه چې لښکر ته باید د خپل ځان په ځای یو بل مشر وټاکي.

وروسته له لمانځه، دعا، توکل او مشورې یې د لښکر لپاره زړور قومندان یوسف بن تاشفین امیر وټاکه.‏

جالبه دا ده چې ابوبکر خپله میرمن ددې لپاره طلاقه کړه چې په صحرا کې د سخ مزل په وجه آزار نشي.

ابوبکر خپل قوم بیرته ډیر ژر اصلاح کړ او خپله د موریتاني په جنوب کې هغو قبایلو ته په دعوت بوخت شو کومو ته چې اسلام نه ؤ رسیدلی.

پدې توګه ابوبکر بن عمر لمتوني د موریتاني په جنوب کې او یوسف بن تاشفین په شمال کې دعوت او جهاد کاوه. ابوبکر په سنګال، مرکزي افریقا، کامرون، ګینه او ډیرو نورو سیمو کې تر ۱۵ کاله دعوت او جهاد وروسته یو وار بیا د موریتاني شمال ته لاړ، که ګوري هغه سړی چې ۱۵ کاله مخې یې د خپل ځان په ځای د لښکر مشر ټاکلی مغرب، الجزائر، تونس، سنګال او موریتانی یې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې متحد کړي، مراکش ښار یې جوړ کړی خو یوه ذره تقوا او دینداري یې کمه شوې نده، همدا علتونه وو چې ابوبکر بن عمر لمنوتي د مرابطین تحریک مشري یوسف بن تاشفین ته وسپارله او خپله د افریقا په یو ځنګل کې په دعوت او جهاد بوخت شو چې بالآخره د جنګلي بت لمانځونکو لخوا د یوې زهري نیزې په توسط شهید شو.

د یوسف بن تاشفین د امارت له پیل سره سم د مرابطین تحریک چې نقاب اغوستونکي هم ورته وایي په تونس، مراکش، الجزائر، موریتاني، سنګال، ګینا، غابون، بورکینافاسو، مرکزي افریقا، نیجر، سیبائو، سیرالئون، بنین، توګو، غنا، مالي، ليبريا، كامرون او د لیبي ځینې سیمې رهبري کولې.

دا د افریقا له دریو څخه یوه برخه خاوره ده چې د تاریخ د هغو زمریالیو په لاس فتح شوې وه کومو چې په یوه محصوره جزیره کې له یوې وړې خیمې خپل دعوت پیل کړی ؤ.

دا د مرابطین د رزمونو پای نه ؤ، د اندلس بد حالت، ملوک الطوئف او بې کفایتي ددې باعث وو چې ددې سترې اسلامي خاورې د بیا سقوط خبره وخت
ته پاتې شي…

نور بیا…‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x