نړۍ

د اوکراين پارلمان ولسمشر له واکه لرې او د ټاکنو اعلان يې وکړ

د اوکراين پارلمان بیګا ناوخته د رايو په کثرت ولسمشر وکټر یانوکوچ له دندې لرې او راتلونکې مې مياشت کې يې د ټاکنو اعلان وکړ، مګر ولسمشر يانوکوچ له استعفا انکار کوي.

رسنۍ وايي چې، د اوکراين پارلمان ډېری غړي په دې سلا شوي چې، ولسمشر يانوکوچ په خپله دنده پاتې راغلی او بايد د ولسمشرۍ چوکۍ پريږدي. د پارلمان د شورا پر مهال ډېر شمېر مظاهره چيان د پارلمان مخې ته ولاړ وو او د پارلمان ساتونکي هم نه ښکاريدل، له همدې امله ډېری مظاهرين پارلمان ته ننوتل.

سرچينې وايي چې ولسمشر يانوکوچ د روس سرحد سره نژدې سيمې “خرکيف” کې پټ دی، ولې دولتي چارواکي وايي چې، ولسمشر پلازمينې کيف کې يو محفوظ ځای کې دی. ولسمشر يانوکوچ په خپله راديويي وينا کې ويلي چې، دی د اوکراين رسمي ولسمشر دی او اپوزيسيون په هيواد کې انارکي جوړوي او د هيواد سياسي، امنيتي، او اقتصادي حالات خرابوي.

د يادونې وړ ده چې وړمه ورځ د فبروري په ۲۱ حکومت او اپوزيسيون د يو تړون په رڼا کې په دې سره سلا شوي وو چې، له وخت مخکې به ولسمشريزې ټاکنې کوي او ولسمشر يانوکوچ به خپل واک به کموي، مګر اپوزيسيون لا هم له خپلو مظاهرو لاس نه دی اخيستی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x