نړۍ

د الوتکې غورځېدو په پېښه کې ۱۶ امریکايي پوځيان وژل شوي / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د امريکا متحده ايالاتو په ميسیسپي ایالت «کې سي ۱۳۰» (KC-130) ډوله پوځي بار وړونکې الوتکې سقوط کړی، چې له امله يې ۱۶ تنه پوځيان وژل شوي دي.

د ميسیسپي ایالت د پوليسو يو تن مشر «ريکي بانکس» رسنيو ته ويلي، چې ياده پوځي الوتکه د جاکسن ښار ته په ۱۳۵ کيلو مترۍ کې نسکوره شوې ده.

د دغه ولايت د بيړني حالت د ادارې مشر «فريدراندلي» وايي، په ياده پېښه کې ۱۶ تنه پوځيان وژل شوي او د ټولو مړي د الوتکې د نسکورېدو له ځای څخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د مالوماتو له مخې «کې سي۱۳۰» ډوله باروړونکې الوتکې د تيلو د انتقال لپاره کارول کېږي.

تر اوسه د الوتکې د نسکوېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو پوليس وايي په دې اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

https://www.youtube.com/watch?v=c7OAuwXyP5s

کې سي الوتکه په فضا کې جیټ الوتکو ته تیل ورکوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خلیل

الحمد الله الهم زلزل اقدامهم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x