نړۍ

هندي کشمير: وسله وال بريد کې ۷ تنه وژل شوي ۱۵ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د هندوستان تر ولکې لاندې په کشمير کې د يوه وسله وال بريد له امله ۷ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ نور ټپيان دي.

پوليس چارواکي وايي، پېښه د انانت ناګ ښار د بوتين ګو په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

ځايي پوليسو ويلي، يوه ډله هنديان (امرنات ياترا) مذهبي رسم لپاره د پهلګام سيمې ته روان و، د دوی د ساتنې لپاره ورسره پوليس هم ګمارل شوي و، چې په لاره کې د وسله وال بريد سره مخ شول.

امنیتي مسئولينو ويلي، چې د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته شوې او په پايله کې يې اووه تنه وژل شوي چې شپږ يې ميرمنې دي او ۱۵ نور ټپيان دي.

هندي رسنۍ وايي، چې دغه کسان د هندوستان د ګجرات ولايت اوسېدونکي دي.

تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

څه موده وړاندې د ګجرات ولايت يو نوی قانون تصویب کړ، چې له مخې به يې هغه کسان د ټول عمر لپاره زنداني کېږي، چې غواګانې حلالوي او هغه کسان چې د غواګانو غوښه لېږدوي د لس کلن بند سزا به ورکول کېږي.

غواګانې د هنديانو په عقيده کې سپېڅلې بلل کېږي او د هند په یو شمیر ولايتونو کې يې په حلالولو بنديز لګېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x