افغانستانخبرونهنړۍ

ایران په افغانستان کې د ۱۴۰۵ کال لپاره اقتصادي او ډیپلوماټیک لومړیتوبونه وټاکل

کابل کې د ایران سفارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ایران استازي علي رضابیکدلي په هرات او مزار کې د دغه هېواد له سرقنسلانو سره کتلي او د ۱۴۰۵ کال لپاره یې په افغانستان کې د خپلو ډيپلوماټیکو او اقتصادي کارونو مهم لومړیتوبونه ټاکلي دي.

د یاد سفارت په وینا، په دې پلانونو کې تر ټولو مهمه پروژه د هرات – مزار د اوسپنې پټلۍ جوړول دي چې دا پروژه به د افغانستان لوېدیځ د شمال له سیمو سره ونښلوي.

د دې پټلۍ له بشپړیدو وروسته به نه یوازې د هېواد دننه ترانسپورت اسانه شي، بلکې افغانستان به د ایران له لارې د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د ټرانزیټ لپاره هم مهمه لاره وګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ایران د رېل پټلۍ ادارې ویلي وو چې غواړي د افغانستان د رېل پټلۍ شبکه له چین سره هم ونښلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx