د لیکوال: عبد الله ارشیف

د شاتو په مچیو کې د الله پاک د قدرت نښې!

لیکنه او ژباړنه: م. حمد الله دانشمند له کوم نه چې الله پاک د “النحل” سوره نازله کړې او په هغې کې مچیو ته د عقلمنو انسانانو په څېر خطاب شوی؛ د مچیو په اړه د عالمانو، پوهانو او څېړونکو پاملرنه زیاته شوې، بېلا بېلې څېړنې پرې شوې، لا دا لړۍ دوام لري. د هغوی په هر اړخیزه کړنو، خوځښتونو، ...

نور ولوله »

راځئ توبه وکاږو!

عبدالمالک همت اى دروند لوستونکې ! پوه سه چي الله تعالى ابليس د يوې سجدې پر نه کولو چي امر يې ورته کړى وو، د ډېر لوى عزت له مقامه را وپرځاوه او د تل لپاره يې وتراټه. آدم عليه السلام يې د يوې ګولې پر خوړلو له جنته وايست او دې خاوريني نړۍ ته يې واستاوه. دغه راز يې ...

نور ولوله »

زموږ د وروسته پاته والی لامل څه دی؟

taleem imtihan

لیکوال: احمدمدثر دلسوز اسلام و تعلیم ته خورا په درنښت سره قایل دی، د الله ﷻ له طرفه رسول الله ﷺ ته د جبرائیل امین په واسطه لومړنی لفظ د علم پر ارزښت او د معلم پر بهترۍ دلالت کوي او مسلمانانو ته دا ورفهموي چي د علم مقام ته متوجه اوسئ همدارنګه د قرآنکریم له نورو آیتونو څخه هم ...

نور ولوله »

د امت د آزادۍ حقیقي اتلان – دویمه برخه

احمدمدثر دلسوز د معاصر اسلامي فکر د ویښتابه پلار سیدجمال الدین افغان رحمه الله : سید جمال الدین افغان د شرق نابغه، د آزادۍ اتل، د معاصر اسلامي فکر د ویښتابه پلار، د غلامۍ څخه د خلاصون اتل، مبارز، ستر مفکر او د قلم، اسلام، اقتصاد او سیاست اتل ؤ، نوموړي په نړۍ کي د آزادۍ مفهوم راژوندی کړ. افغان ...

نور ولوله »

پاکستان، د «ډیوه راډیو» په ویبپاڼو بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا غږ ډيوه راډيو اداره وايی «پاکستان ددې راډيو په پښتو او اردو ویبپاڼو باندې بندیز لګولی». نن ددې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې «د اطلاعاتو او کلتور وزارت انټرنیټي کمپينو ته امر کړی چې د ډیوه رادیو ویبپاڼې د یو اړخیزو خبرونو د نشرولو له امله، ...

نور ولوله »

روسي چارواکی: امریکا د تروریزم سره د مبارزې په نامه په سیمه کې خپل اهداف لټوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لیندۍ،۱۳۹۷ل): د روسیې د ولسي جرګې رئیس ویاچشلاو وولودین وایي، له تروریزم سره مبارزه هسې یوه بهانه ده او امریکا د همدې بهانې په مټ په سیمه کې خپل اهداف لټوي او د هیوادونو ځمکنی تمامیت ګواښي. ویاچسلاو وولودین زیاتوي «امریکا په اوسني وخت کې د عراق، امریکا او افغانستان ځمکنی تمامیت ګواښي او په ...

نور ولوله »

د کاڼي کرښې (شپږ ویشتمه برخه)

مولوی فضل ربی (کوه صافی وال) ۱.تَرَى الْمُؤْمِنِينَ فِي تَرَاحُمِهِمْ، وَتَوَادِّهِمْ، وَتَعَاطُفِهِمْ، كَمَثَلِ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ جَسَدِهِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى. صحیح البخاري ترجمه : ته به مؤمنان مومي په خپل مینځنی رحم کې ، به دوستي کې ، په نرمي کې لکه یو بدن کله چې د بدن یو اندام په درد شي نو ټول بدن ورسره ...

نور ولوله »

تاسي غالبه یاست!! کچیري مؤمنان یاست

(وَأَنتُمُ ٱلۡأَعۡلَوۡنَ إِن كُنتُم مُّؤۡمِنِينَ) احمدمدثر دلسوز [او مه سستېږئ او مه غمجن کېږئ، حال داچي په همدې حالت کي هم تاسي غالب یاست کچیري مؤمنان یاست (نو باور پرې وکړئ).]  – ۱۳۹ آل عمران – مسلمانانو لپاره دا عجیب او له زیري څخه ډک آیت هغه وخت نازل سو کله چي مسلمانانو د احد په غزا کي ماته وخوړه، ...

نور ولوله »

له افغانستانه د خلاصون لپاره یوه لاره شته

ليکوال: واحد فقيري د سیاسي او جیوپولیټکل د چارو متخصص ښاغلی رانډین ویچیرټ په (د امریکن سیپکټېټور) کي د ډسمبر پر ۱۱ مه باندي لیکي: پخوا متحده ایالاتو تل جنګونه ګټل، خو نن سبا امریکا د افغانستان په جنګ کي له ۲۰۰۱ راهیسي بنده ده، او د ګټلو هیڅ امید هم نسته. نه یوازي دا چي په افغانستان کي د ...

نور ولوله »

امریکا، د پاکستان په ګډون یو شمېر هیوادونه په تور لست کې شامل کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي «یو شمېر هیوادونه یې د مذهبي آزادۍ څخه د سرغړونو له امله تور لست ته اچولي او ځینې نور یې په ځانګړي څارل کېدونکې لست کې شامل کړي دي». نن ددې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې « پاکستان، سعودي عربستان، ...

نور ولوله »