د لیکوال: عبد الله ارشیف

دکريسميس (Christmas) اختر يعني څه؟

ليکوال: مولوي عصمت الله عزام بسم الله الرحمن الرحيم نحمده ونصلي علی رسوله الکريم اما بعد:کريسميس دعيسايانو د خوشحالۍ ورځ ده چي د عيسی -عليه السلام- د زېږېدلو په مناسبت يې د دسمبر په ۲۵ لمانځي. دغه لمانځنه يوه او بل ته د مبارکۍ په ورکولو، د سوغاتونو په وړاندي کولو، د ميلاد د اختر د شجري په لوستلو او ...

نور ولوله »

خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه وصیت – (۲۴) / د فقهي اختلافاتو اداب

لیکوال: حامد افغان د فقهي اختلافاتو اداب د امامانو امام ابوحنیفه النعمان رحمه الله خپل شاګرد یوسف بن خالد السمتي البصري ته په وصیت کې په زړه پورې لارښوونې کړې دي، دلته یې خپل شاګرد ته د علماو په منځ کې د فقهي او مذهبي مخالفتونو په اړه لارښوونه کړې ده، چې له خپلو مخالفونو سره به څه ډول چلند ...

نور ولوله »

د امریکا پخوانی ولسمشر بوش روغتون ته انتقال شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳مه ۱۳۹۳ل): د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش پلار چې ۹۰ کاله عمر لري، تیره ورځ په تنفس کې د ستونزو له کبله روغتون ته انتقال شوی. جورج بوش په کال ۱۹۲۴ کې په یوه سیاسي کورنۍ کې پيدا شوی، او د کال ۱۹۸۹ څخه بیا تر ۱۹۹۳ پوري د امریکا ولسمشر پاته شوی، او ...

نور ولوله »

دوستم: دفاع او کورنیو چارو وزارت باید د دواړو ټیمونو څخه نه وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت لومړي مرستیال جنرال دوستم ویلي چې د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت ټاکنې باید د حکومت د دواړو ټیمونو تر منځ سیاسي لانجه جوړه نه شي، بلکي ټینګار یې کړی چې دغه دواړه وزارتونه باید له داسي کسانو سره وي چې هغه د ګډ حکومت د ټیمونو برخه نه ...

نور ولوله »

د امریکا په بمباریو تر اوسه د اسلامي دولت زر کسه جنګیالي وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومي ۳مه، ۱۳۹۳ل): د سوریې د بشري حقوقو د څارني ادارې اعلان وکړ چې د تیرو درو میاشتو راهیسي یوازي په سوریا کې د اسلامي دولت زر تنه جنګیالي د امریکا او اتحادي ځواکونو په بمبار کې وژل شوي دي. د فرانس پریس په وینا د المرصد السوري په نامه د بشري حقوقو ادارې ویلي ...

نور ولوله »

ملا محمد عمر نه وژني مګر د کرزي د مرګ ویره ده

ليکوال او شناند: نظرمحمد مطمئن په کور دننه افغان رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د دفاع وزارت ويلي دوی ته د ملا محمد عمر مجاهد او لوړ پوړو طالب مشرانو وژل او نیول هدف نه دی. امریکا يې چارواکو ویلې چې د ۲۰۱۴ ميلادي کال تر پایه د دوي جنګې ماموریت په افغانستان کې پای ته رسيږي او له ...

نور ولوله »

څلور کونجه (چارچوبي) حکومت

لیکوال: خالد افغان زوی د تبلیغاتو په پمپ پړسول شوی  مفکر اشرف غني چې اوس یي د فیسبوک ټوکیان موپکیر بولي، د انتخاباتي منډو ترړو په مهال  چارچوب لغت ډیر استعمالاوه، که به غونډې ته تقریر و، که د راډیو سره به مرکه وه او که به د تیلویزون مناظره وه، اشرف غني به په کې چارچوب چارچوب کول. موپکیر ...

نور ولوله »

د ګوانتانامو زندان څخه د نویو را خلاص شویو بندیانو سره – مرکه

نن ټکی آسیا: د تکل په نامه پښتو ویب پاڼې د ګوانتنامو څخه د تازه را خلاص شویو بندیانو څخه د ددوو کسانو (عبد الغني او شاه ولي) سره مرکه کړې، چې د خپل اهمیت له وجې یې مونږ هم د تکل ویب پاڼي څخه په مننه کټ مټ نشر ته سپارو. (۲/مرغومی/۱۳۹۳) تکل ويب پاڼې د ګوانتانامو د هغو ...

نور ولوله »

کرزی د کارمل او غنی د نجیب ځای ونیولو

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی امریکایان د روسانو او ناتو د وارسا کاپي، کرزي د کارمل او غني د نجیب ځای نیولی دی . د کمونیستي اصلی لانجه د سردار داود له دوری پیل شوه ، له هغه وروسته ترکې او امین هم د څو ورځو پاچاهان شول ، مګر ببرک کارمل بیا شاه شجاع پاچا وو چې د روسانو او ...

نور ولوله »

سیرلانکا کې د سیلابونو له کبله سلګونو زره خلګ بې کوره شوي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، مرغومي ۲، ۱۳۹۳ل): په سیرالانکا کې د سیلابونو له کبله ۳۰۰ زره خلګ بې کوره او په سلابونو کې بند پاته شوي دي. بل خوا د مالیزیا په ختیځ کې هم ددغه هیواد حکومت اعلان وکړ چې دوی ۲۱ زره کسان د ختیځو سیمو څخه د سیلابونو له کبله خوندي ځای ته انتقال کړي، او په ...

نور ولوله »