د لیکوال: عبد الله ارشیف

الجزیره نړیوالي شبکې د مصر لپاره ځانګړی چینل بند کړ

نن ټکی اسیا (سې شنبه، مرغومي ۲، ۱۳۹۳ل): نن د الجزیره مباشر مصر په نامه د مصر د پيښو لپاره ځانګړی شوی تلویزون د الجزیره شبکې له لوري هغه وخت وتړل شو، کله چې ددغه تلویزون څخه وروستي لنډ خبرونه خپاره شول، او ورسته د خبرونو ویاندي د الجزیره شبکې یو رسمي بیان ولوسته او اعلان یې وکړ چې دغه تلویزون ...

نور ولوله »

اوباما: د ګوانتنامو زندان د مسلمانانو او مجاهدینو لپاره د الهام سرچینه ګرځېدلی

gountanamo_jail

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): اوباما وايي د خپل ولسمشرۍ په پاته دوه کلونو کې به خپل ټوله هڅه کوي تر څو د ګوانتنامو زندان وتړي، ځکه چې دغه زندان د نړۍ د مجاهدینو او مسلمانانو لپاره د جهاد الهام ورکوي، او ځوانان نور هم جهاد او د امریکا ضد اعمالو ته هڅه وي. نوموړي د ګوانتنامو زندان ...

نور ولوله »

د القاعده ویاند: د پیښور د ښوونځي پر وژل شویو ماشومانو مو تر زړه وینې څاڅې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، د مرغومۍ لومړۍ ۱۳۹۳ل) د القاعده تنظیم د پاکستان د څانګې ویاند اسامه محمود د پیښور پر یوه پوځي ښوونځي باندې تر سره کړای شوی برید په ټینګه غندلی او ویلي دي چې په برید کې پر وژل شویو ماشومانو باندې یې تر زړه وینې څاڅي. نوموړي دغه څرګندونې په هغې اعلامیې کې کړې چې د ...

نور ولوله »

د افغانستان دولتي ویب پاڼي وایرس وهلي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د دولتي ادارو ویب پاڼې د کتلو او کارولو لپاره خوندي نه دي، او امکان لري چې د کتونکو او چلونکو د کمپيوټرونو څخه خصوصي او دولتي معلومات نا معلومو جهتونو ته انتقال شوي وي، اودا لړۍ لا هم روانه ده. دغه ادعا یوه خصوصي امریکايي شرکت کړې چې د انټرنیټ ...

نور ولوله »

مهاتیر محمد او د بالون د سیالي کیسه

لیکوال: حامد افغان په کال 1974م کې په مالیزیا کې مهاتیر محمد د “کوپینګ باسو” د ښونځیو د یوه ښونځي په کلنۍ غونډه کې مشر میلمه و، دا مهال مهاتیر محمد لا د ښوونې او روزنې وزیر نه و چې وروسته یې بیا وزير شو او په کال 1981م کې د مالیزیا لومړی وزیر وټاکل شو. مهاتیر محمد په دې ...

نور ولوله »

ایبولا د افریقا په ۳ هیوادونو کې ۷۳۷۳ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): د افریقا په لویدیځ کې تر اوسه ۷۳۷۳ کسان د ایبولا د ناروغي له کبله وژل شوي، او په دغه ناروغي د اخته شویو کسانو شمېر تر ۱۹۰۰۰ اوښتی دی. د صحت د نړیوالي ټولني په وینا په دغه ناروغي اخته کسانو شمېر په تیرو څو ورځو کې په ډیره چټکۍ سره پورته شوی، ...

نور ولوله »

د رحمت الله نبیل اعتراف د امریکا د مرګ ټیمونو پروژه افشاء کړه

لیکوال: عبدالرحيم (ثاقب) تیره ورځ د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل ولسي جرګې ته په خپلو استجوابیه څرګندونو کې پر یولړ واقعیتونو اعتراف کړ. نوموړي د شته مدارکو او ارقامو له مخې د کابل ښار د نا امنۍ لامل هغه د امنیتي شرکتونو په نوم ځانګړي تشکیلات وبلل چې خپل صلاحیتونه د امنیتي ارګانونوتر واک او صلاحیت ډیر لوړ ...

نور ولوله »

د پیښور د پیښې په اړه د افغان طالبانو د غبرګون ارزونه

لیکوال: مسلم خېل د تیرې سه شنبې په ورځ په پیښور ښار ورسک روډ باندې یو شمیر مسلح کسان د آرمي پبلک سکول په نامه ښوونځي ته ننوتل، اوتر ۱۳۰ زیات زده کوونکي یي ووژل . دا  برید د وژنې د ډول ، دتلفاتو دډیروالي او د پیښې د قربانیانو دعمرونو دکموالي له اړخه بی ساری و،د برید مسؤلیت د ...

نور ولوله »

اشرف غني خپل ولسي ملاتړ له لاسه ورکړی!

لیکوال: ابوالیاس جهادوال څه موده مخکې امريکايي ورځپاڼې، نيويارک ټايمز ليکلي وو، چې افغانان ډېر خوشباوره دي او ژر غولېږي، دغه خبره د ۱۳۹۳ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې ثابته شوه، د کورنيو او بهرنيو رسنيو تبليغاتو او د اشرف غني شعارونو خلک دومره تر اغېزې لاندې راوستل چې حتی ډېری خلکو هغه د ميرويس خان او احمد شاه بابا ...

نور ولوله »

کابل: د دفاع وزارت د مامورینو پر موټر دچاودني وروسته انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): دغه چاودنه چې مسؤولیت یې طالبانو په غاړه اخیستی، نن مازیګر د کابل ښار د د دویمي امنیتي حوزې اړونده د ګزرګاه په سیمه کې را منځته شول، چې له کبله یې د امنیتي چارواکو په وینا اوه تنه سرتیري ووژل شو، او د ملکيانو په ګډون ۱۷ تنه نور ټپيان شوي دي، خو ...

نور ولوله »