fbpx

د لیکوال: احمد بریال ارشیف

ولسمشر غني له ملېشه جوړولو سره کلک مخالفت ښودلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳ مه، ۱۳۹۴ ل): له ارګ نه په تازه نشر شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ګډ حکومت په هیواد کې د ملیشو جوړولو له پروسې سره په کلکه مخالف دی،په اعلامیه کې ویل شوي، تیرو ترخو تجربو ته په کتو سره دشخصي ملیشو جوړول د هیوادوالو د زور، تکلیف،بدامني او بې قانوني سبب ...

نور ولوله »

عاجل خبر: دکندهار د ارغنداب ولسوالۍ په مرکز کې شدیده جکړه روانه ده

نن ټکی اسیا( پنج شنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل) تازه رارسیدلی خبر وايي د کندهار  د ارغنداب ولسوالي مرکز تر شدیدو بریدونو لاندي دی. خبر زیاتوي جګړه نن سهار وختي پیل شوې چې تر دا مهاله په شدت روانه ده. په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې د ولسوالي د مرکز په شاوخوا کې د درنو او سپکو وسلو اوازونه اوریدل ...

نور ولوله »

تازه خبر: په هلمند کې د ملي اردو ۵ قومندانان له ۶۵ عسکرو سره طالبانو ته اوښتي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې میشت د ملي اردو پنځه تنه لوړ رتبه قومندانان له خپلو ۶۵ تنو عسکرو سره یو ځای طالبانو ته اوښتي دي. طالبانو په خپله رسمي‌ ویب پاڼه الاماره باندې د تسلیم شویو قومندانانو په اړه خبرپاڼه نشر کړې او پکې ویل شوي چې دوي ته اوښتو ...

نور ولوله »

د طالبانو او داعش پلوه ازبکستانیانو ترمنځ جګړه پای ته رسیدلې اوسیمه طالبانو نیولې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۴ ل): د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د داعش پلوه ازبکستانیانو او طالبانو تر منځ هغه نښته چې دجمعې په شپه پيل شوې وه پای ته رسېدلې ده طالبانو په داعش پلوه ازبکستاني وسلوالو هغه مهال پراخ تصفیوي بریدونه پيل کړل کله چې د طالب سرچینو په وینا هغوی په خپلو کړیو وعدو ونه ...

نور ولوله »

بېړنی خبر:په تخار کې د درقد ولسوالي طالبانو ونیوه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۴ل):د تخار ولایت د درقد ولسوالي له یو لړ شدیدو عملیاتو وروسته په ټولیزه توګه د طالبانو لاسته لویدلې. په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي د ولسوالۍ په مرکز تیره شپه شدیده جکړه روانه وه او د دواړو لورو د سپکو او درنو وسلو ډزې تبادله کیدلې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدپه ...

نور ولوله »

بېړنی خبر:د جغتو ولسوال په وسلوال برید کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰مه ۱۳۹۴ل) د تازه ورکړل شوي خبر په اساس د غزنی ولایت د جغتو ولسوالۍ ولسوال محمد داود نن سهار د خوګیاڼو ولسوالۍ د قیاغ په سیمه کې هغه مهال ووژل شو چې د غزنی ولایت مرکز ته په لار وو . په ترلاسه شوی خبر کې ویل شوي د نوموړي جسد اوس مهال هم ...

نور ولوله »

افغان مهاجر د چا په اشاره ځورول کيږي؟

عبید تنویر دا يو ښکاره حقيقت دي چې پاکستان او ايران د افغانستان هغه دوه ګاونډي هيوادونه دي، چې ميلونونو افغانانو ته يې په ډير سخت او اړين وخت خپله د استوګني غيږه په پوره صميمت او اسلامي همدردي پرانيسته او د همدغو ګاونډيو هيوادونو مرسته او همدردي وه چې مجاهدينو د سره ښکيلاک او کمونيستي رژيم په مقابل کې ...

نور ولوله »

د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د پاکستان او انجینر عارف په سر لفظي شخړه

ليکوال : نور رښتياپال ډاکټر اشرف غني تيرې سل ورځې له ډاکټر عبدالله او خپلو دوو معاونينو (جنرال دوستم او سرور دانش) او له خپلو مهمو ملاتړو لکه احمد ضياء مسعود او نورو سره ، د کابينې په سر په اختلاف او سختو جنجالونو تېرې کړې. او له مکررو ژمنو سره سره ونه توانېد چې خپله کابينه جوړه او اعلان ...

نور ولوله »

د شورای نظار د مشرانو د ترور په هدف د يوه ۳۰۰ کسيز پټ ځواک په تشکيل غور روان ده

د اشرف غني په مهمو پلويانو له مرګونو بريدونو وروسته داشرف غني خاصو امنيتي سلاکارانو  ده ته مشوره ورکړې چې يو درې سوه کسيز پټ ځواک د شورای نظار د مشرانو د ترور په هدف تشکيل کړي. د يوې کره سرچينې د معلوماتو له مخې اشرف غني ته دغه وړانديز د ده د دوو خاصو امنيتي سلاکارانو جعفر او عثمان ...

نور ولوله »

له شکريې بارکزۍ وروسته وار د شينکۍ کړوخيل ده

لیکوال: نور رښتياپال د ډاکټر محمداشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د ټيمونو تر منځ اختلافات او بې اعتمادي نوره له سرې کرښې او ښتې او اوس په دواړو غاړو کې سخت دريځي له يو بل سره په غير مستقيمه جګړه بوخت دي. ويل کيږی په شکريې بارکزئ له مرګوني بريد وروسته چې نوموړې ژوندۍ ترې ووتله ، اوس د ...

نور ولوله »