د لیکوال: احمد شعیب ارشیف

واشنګټن: افغان سفارت کې پیسې غلا شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولی، ۱۳۹۷ل):  ارګ ته نژدې ځینو رسنیو د یاد سفارت د چارواکو له قوله ویلي چې په سلګونو زره امریکايي ډالرغلا شوي دي. د سرچینو په وینا د سفارت لومړي سکرتر مصباح الحق عیني په سلګونو زره هغه ډالر خپل شخصي اکاونټ ته اچولي چې د پاسپورټ کتابچې، وکالت خطونو او نورو حقوقي اسنادو د جوړولو ...

نور ولوله »

د اروپايی ټولني سفیر: د ټاکنو لپاره د تیاریو روان بهیر ناقانونه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل):  په کابل کې د اروپايي ټولني استازی، وایې د ټاکنو په روان بهیر کې پراخې ستونزې شته چې له امله یې دا بهیر ناقانونه ګڼل کیږي. د یادي ټولني سفیر پیري میاودون ویلي چې اوسنی وضعیت د منلو وړ نه دی او د باوري ټاکنو لپاره باید لا ډېر بدلونونه رامنځ ته سي. نوموړي ...

نور ولوله »

د پاکستان پارلمان د رایو په اکثریت قبایلي سیمي (فاټا) د خیبرپښتونخوا حصه وبلله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴غبرګولي، ۱۳۹۷ل):  د پاکستان ملي اسامبلې پرون پنجشنبه د ۳۱م ائیني ترمیم تر عنوان لاندي، هغه مسوده د رایو په اکثریت منظوره کړه چې له مخي به یې قبایلي سیمي (فاټا) د خیبر پښتونخوا ایالت سره یوځای شي. د پاکستان پارلمان دغه پریکړه داسي مهال کړي، چې یوازې یوه اوونۍ قانوني وخت يې پاتي دی، نور ...

نور ولوله »

بشپړ قرآنکریم د وریښمو پرپاڼو په لاس ولیکل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳غویی، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د خواجه قمرالدین په نامه د خطاطۍ د هنر یو ۶۶کلن استاذ فرانس پریس آژانس ته ویلي چې د ۳۸ تنه افغان خطاطانو او میناتوري فنکارانو په ملتیا یې د وریښمو پر پاڼو د بشپړ قرآنکریم لیکل په دوه کاله کې سرته رسولی. دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د ...

نور ولوله »

د پاکستان مخکني لومړي وزیر پر پوځ او آی ایس آی نوي تورونه لګولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): نوازشریف پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د ده د لیري کیدلو لامل د پخواني پوځي دیکتاتور مشر پرویز مشرف پرضد د غدارۍ دوسیې پرانیستل و. د چهارشنبې په ورځ د احتساب محکمې په وړاندي رسنیو ته پخپلو خبرو کې نوازشریف په څرګنده پر پوځ او قاضیانو تور ولګاوه چې ګویا د ده ...

نور ولوله »

عسکر به اوس د چا ومني، د طالب که د امریکایي..!؟

موسی فرهاد طالبانو د یوې رسمې بلني په وسیله د خواخوږئ او اتمام حجت پخاطر له افغان عسکرو بلکي ټولو هغو مؤظفینو چې د کابل ادارې په چوکاټ کې را غونډ دي، او ټوپک یې غاړې ته کړی؛ د نړیوالو دوستانو په تنخوا د هغوی ترامر لاندي د ګران وطن د تباهي سپیڅلی خدمت ترسره کوي..!؟ ؛ له دغو ټولو ...

نور ولوله »

طالبان: د دایکنډي د اجرستان ولسوالۍ یې په ټولیزه توګه نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰غویي، ۱۳۹۷ل):  طالبانو د خپلي رسمي ویب پاڼي له لاري ویلي: د دایکنډي ولایت اجرستان ولسوالۍ چې له اوږدې مودې راهیسي تر محاصرې لاندي وه؛ تېره شپه ناوخته د دوی جنګیالیو له دولتي ځواکونو څخه نیولي ده. طالبانو زیاته کړي چې تر برید وړاندي یې دولتي ځواکونو ته د دوی د مشر شیخ هبة الله له ...

نور ولوله »

فاریاب ولایتي شورا: اته ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰غویي، ۱۳۹۷ل): د فارياب ولايتي شورا غړي سيد عبدالباقي رسنیو ته ویلي، د نورو ولايتونو په پرتله د فاریاب امنیتي وضعیت ډېر کړکېچن بريښي. نوموړي زیاته کړه: د کوهستان، ګرزيوان، بلچراغ، المار، غورماچ، خواجه سبز پوش، شيرين تګاب او دولت اباد په ګډون، 8 ولسوالۍ دا مهال د سقوط له جدي ګواښ سره مخ دي. ده ...

نور ولوله »

د څار نړیوال سازمان: افغان او امریکايي ځواکونه د ملکي مرګ ژوبلې ډېر باک نه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸غويي، ۱۳۹۷ل):   افغان حکومت او بهرني ځواکونه په خپلو هوايي بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د کافي څیړنو د نه ترسره کولو له کبله له نیوکو سره مخ دي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، د ملکي تلفاتو د څیړنو په اړه د افغان حکومت وړتیا په نیشت برابره ده او ...

نور ولوله »

طالبان: د غزني (جغتو) او د بادغیس (دره بوم) ولسوالۍ یې ونیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶غويي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپل رسمي اکاونټ ولیکل چې د دوی جنګیالي توانیدلي چې تیره شپه د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ له ټولو محلقاتو سره په ټولیزه توګه فتح کړي. مجاهد زیاته کړي چې په ولسوالۍ کې میشت دولتي سرتیري ټول یا وژل شوي، یا ټپیان او یا هم دوی اسیران کړي ...

نور ولوله »