د لیکوال: احمد زبیر ارشیف

 پکتیکا کې چاودنې ۱۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل): د پکتیکا ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د موټر سایکل بم چاودنې له امله ۴ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. ځايي خلکو رسنیو ته ویلي، چاودنه نن سهار لس بجې وشوه او مړه او ټپیان ټول ملکي وګړي دي. خو د یحیی خېلو امنیه قومندان محمد رضا پاچا ...

نور ولوله »

اجراییه مشر نن سویس ته ځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن د ملګرو ملتونو د سازمان اړوند یوه غونډه کې د ګډون په موخه سویس ته ځي. د اجراییه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د سویس غونډه د پرسونل ضد ماینونو د ګټې د مخنیوي نړیواله غونډه ده، چې د ...

نور ولوله »

هلمند: ګرشک کې پر پولیسو سرتېری برید شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، نن له غرمې مخکې په ګرشک ولسوالۍ کې پر پولیسو سرتېری شوی شوی، چې له امله یې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په خبره، پېښه د ګرشک ولسوالۍ په پارچاو سیمه کې شوې او وژل شوي او ټپي شوي ...

نور ولوله »

زابل: دوه ملکي وګړي وژل شوي، دوه ټپیان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي دي. د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي وايي، پېښه نن سهار د سیوري ولسوالۍ د کم کارېز په سیمه کې شوې ده، چې په سیمه کې د سړک غاړې ...

نور ولوله »

غزني: ده یک کې ۹ اربکیان وژل شوي، دوه یې طالبانو ژوندي بېولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د غزني په ده یک ولسوالۍ کې طالبانو د یوه قومندان په ګډون ۹ اربکیان وژلي او دوه تنه یې ژوندي بېولي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، تېره شپه طالبانو د ده یک ولسوالۍ په رباط سیمه کې د اربکیانو پر پوسته برید کړی، چې ۹ تنه یې وژلي ...

نور ولوله »

قومي نغارو کې ځپېدونکی ملي هويت!/ وحيدالله مصلح

د کرزي د واکمنۍ په لومړيو کې له کابل نه جلال اباد ته لوړپوړی هيئت راغی، پوهاند شهراني صاحب چې د ولسمشر کرزي مرستيال وو، تور اوږد کوټ او ښايسته لنګوټی يې تړلی وو، په طب پوهنځي کې ورته مونږ محصلين راټول شو او هغه چې خبرې شروع کړې نو پر سټېج يې د تشهد ګوته جيګه کړه او مونږ ...

نور ولوله »

د روڼتیا نړیواله اداره: افغانستان د نړۍ څلورم فاسد هېواد دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د روڼتیا نړیوالې ادارې افغانستان یو ځل بیا د اداري فساد په برخه کې د نړۍ فاسد هېواد بللی، چې تېر کال پکې ډېر فساد شوی دی. یادې ادارې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې افغانستان د اداري فساد په برخه کې د ۱۷۷ هېواد یاد کړی، چې ورپسې سوریه، سوډان او ...

نور ولوله »

خوست: د کمپاین ځواکونو لسو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲کب، ۱۳۹۶ل): د خوست ولایت په صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې د کمپاین په نامه عسکرو له تېرو دوو راهیسې عملیات پیل کړي، چې څلور ملکي وګړي یې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي. د یادو ولسوالیو ځايي خلک وايي، د کمپاین عسکرو سره افغان هوايي ځواکونه هم ملګري دي او د لسګونه ملکیانو ...

نور ولوله »

کورنیو چارو وزارت: د دولتي کارکوونکو په ګډون یې ۳ زره قاچاق کوونکي نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲ کب، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر ضد د مبارزې ریاست وايي، په روان کال کې یې د مخدره توکو د قاچاق او د مخنیوي لپاره یې ۲۵۰۰ عملیات کړي او ۲۸۴۸ قاچاق کوونکي یې هم نیولي دي. د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مرستیال جنرال خلیل بختیار نن په کابل ...

نور ولوله »

جوزجان: د عبدالرشید دوستم یو قومندان طالبانو وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲ کب، ۱۳۹۶ل):  د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، د ولسمشر غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یو قومندان د طالبانو په کمین کې وژل شوی دی. د جوزجان امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني وايي، وژل شوی قومندان عبدالجلیل نومېده، چې تېره ورځ ناوخته د طالبانو په کمین کې ووژل شو. د جوزجاني په خبره، تېره ...

نور ولوله »