fbpx

د لیکوال: احمد زبیر ارشیف

له فاریابه د ناټو عسکرو یو ځل بیا شاتګ کړی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۶ل): د فاریاب ولایتي شورا ځینې غړي وايي، له میمنې ښار یو ځل بیا د ناټو عسکر وتلي او مزار شریف ته تللي دي. لس ورځې وړاندې د ناټو د پرېکنده مامویت ۶۰ عسکر میمنې ته د افغان ځواکونو مرستې ته ورغلي وو؛ خو تېره شپه ناوخته یې میمنه پرېښې او په شا شوي ...

نور ولوله »

طالبان: د افغانستان د تجزیې اجازه هېچاته نه ورکوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۶ل): طالبانو د ځینو هغو اشخاصو په غبرګون کې اعلامیه خپره کړې، چې طالبانو ته یې د ځینو سیمو د ورکړې وړاندیزونه کړي وو. د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه ډول وړاندیزونه د افغانستان د تجزیې سازش او شعارونه بلل شوي دي. «دا سازشي شعارونه او دسیسې د اشغالګرو امریکایانو ...

نور ولوله »

کابل: پر بهرنیو عسکرو سرتېري برید کې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۶ل): د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر بهرنیو عسکرو سرتېری برید شوی، چې په پایله کې یې ګڼو بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، برید د نهمې امنیتي حوزې اړوند د «ډسپیچري» په سیمه کې پر بهرنیو عسکرو ...

نور ولوله »

ننګرهار: چپرهار ولسوالۍ کې امریکايي عسکرو ۹ ملکیان وژلي

نن ټکی اسیا شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۶ل):د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې امریکايي عسکرو ۹ ملکیان وژلي او ځینې ټپیان کړي دي. د چپرهار ولسوالۍ ځايي خلک وايي، تېره شپه په ماڼو، ګراتک او مندرخېلو په کلیو کې امریکايي عسکرو ۹ هغه ملکیان وژلي، چې اوبه یې لګولې. د یادو سیمو خلکو د وژل شویو خلکو جسدونه د ولسوالۍ مرکز ...

نور ولوله »

د غزني امنیه قومندانۍ پر لاریونونو بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل): د غزني د قره باغ ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکو تېره ورځ ناوخته خپل پیل کړی لاریون پای ته ورساوه او حکومت ژمنه ورکړه، چې د شېراباد د پېښې ټول عاملین به نیسي او سزا به ورکوي. د غزني امنیه قومندانۍ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له دې وروسته هېڅوک لاریون نه شي کولی ...

نور ولوله »

ضمیر کابلوف: امریکا په افغانستان کې د جګړې له لارې نه شي بریالۍ کېدای

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل): یادونه: افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له سپوتنیک اژانس سره په تازه مرکه کې د کابل پروسې په ناسته، د ولسي جرګې په ټاکنو، په افغانستان کې د امریکا موخې، له مخدره توکو سره د امریکا او افغان دولت مبارزه، داعش، د امریکا او ناټو له لوري په الوتکو کې د ...

نور ولوله »

فراه: د طالبانو په برید کې د ملي امنیت ۸عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل): د فراه د ولایتي شورا غړي وايي، تېره شپه طالبانو د فراه ښار اړوند د ملي امنیت پر یوې پوستې برید کړی، چې د ملي امنیت۴ عسکر یې وژلي او ۴ یې ټپیان کړي دي. د فراه د ولایتي شورا منشي دادالله قانع وايي، طالبانو د ملي امنیت پر یوه پوسته برید کړی، چې ...

نور ولوله »

هلمند: نادعلي کې پر سرحدي ځواکونو موټر بم برید شوی

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل): د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، نن سهار په نادعلي کې پر سرحدي ځواکونو موټر بم برید شوی، چې شپږ سرحدي ځواکونه پکې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د ځواک په خبره، برید د نادعلي ولسوالۍ اړوند په سیداباد کلي کې پر سرحدي ځواکونو شوی دی. د هلمند ...

نور ولوله »

نور: لا هم ارګ سره هوکړې ته نه یو رسېدلي

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل): د بلخ ګوښه شوي والي عطاء محمد نور هغه ادعاوې یو ځل بیا رد کړي، چې ګوندې محمد اسحاق رهګذر د بلخ نوی والي ټاکل شوی او دی د به د بلخ له واکمنۍ لاس په سر شي. نور پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي« هغه خبرونه چې وايي ما د بلخ د والي په ...

نور ولوله »

د کندوز ولایتي شورا: د هوايي ډګر په پروژه کې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ چور شوي

نن ټکی اسیا (سه‌شنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۶ل): د کندوز د ولایتي شورا غړي وايي، د کندوز هوايي ډګر سم نه دی رغول شوی او د بیارغونې په پروژه کې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ چور شوي دي. د یاد ولایت د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وايي، هوايي ډګر په معیاري ډول نه دی رغول شوی او د بیارغونې شرکت پکې میلیونونه ...

نور ولوله »