fbpx

د لیکوال: احمد زبیر ارشیف

کابل برید: ۴۰ تنه وژل شوي او تر۱۴۰ ډېر ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د کابل په ننني برید کې ۴۰ تنه وژل شوي او له ۱۴۰ ډېر ټپیان شوي دي. د رحیمي په خبره، بریدګر له امبولانس نه په ګټه اخیستنې د صدارت څلور لارې ته ځان رسولی او له لومړۍ تلاشۍ په دې پلمه تېر ...

نور ولوله »

فاریاب: طالبانو یوه پوسته نیولې، اووه پولیس یې وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، طالبانو په پښتونکوټ ولسوالۍ کې څلور پولیس وژلي او یوه پوسته یې نیولې ده. د فاریاب د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد نعیم اندرابي وايي، تېره شپه طالبانو په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته برید کړی، څلور پولیس یې وژلي او پوسته یې په ...

نور ولوله »

کابل کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): نن یوه نیمه بجه د کابل ښار په صدارت څلور لارې کې چاودنه شوې؛ خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې د امنیتي ادارو ویاندویانو څه نه دي ویلي. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، چاودنه د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ودانۍ په دروازه کې شوې ...

نور ولوله »

کورنیو چارو وزارت د لغمان او فراه لپاره نوي امنیه قومندانان ټاکلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۰۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د لغمان او فراه ولایتونو لپاره یې نوي امنیه قومندانان ټاکلي دي. د رحیمي په خبره، د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ په منظورۍ مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د فراه لپاره او پاسوال نبي جان ملاخېل د لغمان ...

نور ولوله »

کرېکټ: هندوستان ۱۹ کلنو بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه او نیمه پای لوبې ته ووت

نن ټکی اسیا (جمعه، ۰۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل):  د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې هندوستان بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته ووت. د نننۍ لوبې پچه هندوستان وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې د ۴۹.۲ اورنو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۶۵ منډې وکړې او بنګله دېش ...

نور ولوله »

د ناامنیو له امله ۱۰ خیریه ټولنو خپل فعالیتونه وځنډول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ساتنې پر دفتر له برید وروسته په افغانستان کې لس خیریه بنسټونو خپل فعالیتونه د ناامنیو او امنیتي ګواښونو له امله تړلي دي. د غیر دولتي موسسو د همغږۍ مشر احمد ریاض صدیقي وايي، د ماشومانو ساتنې د موسسې سربېره نن لسو نوروبنسټونو هم خپل ...

نور ولوله »

ارګ جمعیت ګوند ته: انجینر داود ته د یوې اوونۍ لپاره د کارکولو موکه ورکړئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور په سر لانجه له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې روانه ده او د ارګ او جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ اته ځلې خبرې شوې؛ خو ټولې ناستې بې پایلې پای ته رسېدلي دي. د ارګ او جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ په وروستۍ ناسته کې ارګ ...

نور ولوله »

ارګ هم له خلکو د استسقی د لمانځه غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): ولسمشرۍ ماڼۍ له خلکو غوښتي، چې نن پنجشنبه د باران غوښتو لپاره د استسقی لمونځونه وکړي. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، باران د انسانانو، ژوندیو مخلوقاتو او زرغون طبیعت لپاره الهي نعمت دی او کله چې باران نه اوري؛ نو خلک دې د باران غوښتو لپاره لمونځونه وکړي او ...

نور ولوله »

سیف ده چلډرن موسسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل):د ملګرو ملتونو د ماشومانو ساتنې موسسې« Save The Children» خپل ټول فعالیتونه په افغانستان کې د یوې مودې لپاره په ټپه ودرول. تېره ورځ د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د داعش وسله والو د دغې موسسې پر دفتر برید وکړ، چې د ۷ ساعته جګړې وروسته دغه نښته هم پای ته ...

نور ولوله »

تخار کې د طالبانو له لوري د «عمري» په نامه ښارګوټي چارې بشپړې شوي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د تېرې شنبې په ورځ طالبانو د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د عمري په نامه د یوه ښارګوټي د چارو د بشپړېدو خبر ورکړی و، خو د تخار ځايي چارواکي د دغه ښارګوټي د جوړولو په اړه خاموش وو. د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند سمونیار خلیل اسیر منلې ده، چې ...

نور ولوله »