د لیکوال: احمد زبیر ارشیف

هلمند: مارجه کې ماین چاودنې ۷ ملکیان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د اوو ملکي وګړو ژوند واخیست. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، پېښه نن سهار ۹ بجې د مارجې ولسوالۍ د تریخ ناور په سیمه کې شوې او مړه او ژوبل ټول ملکیان دي. د ځواک په خبره، ماین پر ...

نور ولوله »

بدخشان: تاجکستان له تېرو لسو ورځو راهیسې خپله پوله تړلې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بدخشان ولایتي چارواکي وايي، چې له تېرو لسو ورځو راهیسې تاجکستان د بدخشان سره خپله پوله تړلې ده او هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وايي، دوه اوونۍ وړاندې د یوه تاجکستاني پولیس د وژل کېدو له امله چې یوه افغان وواژه تاجکستان ...

نور ولوله »

غور کې یوه خصوصي راډیو سوځول شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د غور په مرکز کې یوه خصوصي راډیو د ناپېژانده وسله والو له لوري سوځول شوې ده. د «سرحد» په نامه د دې راډیو مسوول سید معروف سیدي وايي، چې تېره شپه اته بجې ناپېژاده وسله والو د راډیو ودانۍ ته ننوتي او لېږدونکې دستګاه، میکسر، مایکونه او دوه پایې لپ ټاپ کمپیوټرونه یې ...

نور ولوله »

هرات: د ښوونکو ښارګوټي کې ۹۰ میلیونه افغانۍ چور شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هرات ولایت مسوولین وايي، د دغه ولایت د ښوونکو ښارګوټي کې ۹۰ میلیونه افغانۍ چور شوي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، په هرات کې ۹۰ میلیونه افغانۍ له ښوونکو د دې لپاره راټولې شوې وې، چې د ښوونکو په ښارګوټي کې به یوه نمره ځمکه ورکول کېږي؛ خو اوس ...

نور ولوله »

کابلوف: په افغانستان کې د ناپېژانده الوتکو د ګرځېدو په اړه یې اندېښنه پر ځای پاتې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ويلاديمير پوتين ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، له ناټو یې د هغو چورلکو په اړه قانع کوونکی ځواب نه دی ترلاسه کړی، چې په افغانستان کې د داعش وسله والو ته وسلې او مهمات لېږدوي. کابلوف له نړیوالو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمېسیون: نړیوالو مرستندویه ادارو تراوسه هېڅ مرسته نه ده کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو لپاره تراوسه نړیوالو مرستندویه ادارو هېڅ مرسته نه ده کړې، چې دغه کمېسیون پرې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کړي. د دغه کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي، ملګرو ملتونو تراوسه په هغو ژمنو عمل نه دی کړی، چې ...

نور ولوله »

جانان ګل زی: جنرال رازق شخصي زندانونه لري او بندیان شکنجه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کندهار د ولایتي شورا غړی جانان ګل زی وايي، چې د دغه ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق شخصي زندانونه لري او بندیانو ته بېلابېلې شکنجې ورکوي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې جنرال رازق د کندهار په ښار او سپین بولدک ولسوالۍ کې شخصي زندانونه لري او هلته ...

نور ولوله »

ولسي جرګې د شکنجې د مخنیوي لومړنی قانون تصویب کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): ولسي جرګې نن د شکنجي د مخنیوي لومړنی قانون د یو لړ بدلونونو وروسته تصویب کړ او د مشرانو جرګې د تصویب او ولسمشر غني د لاسلیک وروسته به قانون وګرځېږي. د ولسي جرګې د عدلي او قضايي برخې کمېسیون مشر محمد حسین شریفي وايي، په دغه قانون کې شکنجه په پوره معنی تعریف ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: د ملي یووالي حکومت دې د راتلونکو ټاکنو په اړه د خلکو اندېښنو ته ځواب ووايي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د ولسي جرګې غړي وايي، د ملي یووالي حکومت دې د راتلونکو ټاکنو په اړه د خلکو اندېښنو ته ځواب وايي، ځکه حکومت تراوسه د راتلونکو ټاکنو په اړه هېڅ نه دي ویلي. د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزي نن د دغه جرګې عمومي ناستې ته وویل، خلک د راتلونکو ټاکنو په ...

نور ولوله »

د کانونو په عوایدو کې ۲۸سلنه ډېروالی راغلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د تېرو کلونو په پرتله د کانونو او پټرولیم وزارت په عوایدو کې ۲۸ سلنه ډېروالی راغلی او میلیونونه افغانۍ دولتي خزانې ته تللي دي. د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، تېر کال د مرکز او ولایتونو له عایداتي سرچینو څخه ۹۸۶ میلیونه افغانۍ ترلاسه شوې وې؛ ...

نور ولوله »