د لیکوال: احمد زبیر ارشیف

ویسا: طالبان باید د سولې خبرې د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې «ویسا» ورځپاڼې په نننۍ سرلیکنه کې لیکلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سر منشي پخواني ځانګړي استازي کای آی ډي خبره رښتیا ده، چې طالبان له امریکا سره د سولې خبرې وکړي، نه له افغان حکومت سره؛ ځکه د افغانستان پوځي ستراتېژي په واشنګټن کې جوړه شوې ده ...

نور ولوله »

کرېکټ: افغانستان په څلورمه لوبه کې نیپال ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل):  د ۲۰۱۹ نړیوال کپ ته د غوراوي لوبو په لړ کې نن افغانستان نيپال ته پر شپږو وېکټو ماتې ورکړه. د نننۍ لوبې پچه نيپال وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د نيپال لوبډلې د ۴۹.۵ اورنو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۹۴ منډې وکړې. د نيپال ...

نور ولوله »

چارواکي: خاص روزګان ولسوالۍ د سقوط سره مخ ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): د روزګان ولایتي چارواکي وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د خاص روزګان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده او طالبانو پر دولتي ځواکونو ټولې لارې تړلي دي. د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، طالبان د خاص روزګان امنیې قومندانۍ، د ولسوالۍ ودانۍ او د ملي اردو درېیم کنډک ...

نور ولوله »

طالبانو په انډونیزیا کې د علماو په نامه غونډه «تبلیغاتي او تزویري» هڅه بللې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۶ل): ټاکل شوې ده، روانه میاشت د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د افغانستان د جګړې د مشروعیت په اړه غونډه جوړه شي. له دې وړاندې د افغانستان د عدلیې وزارت ویلي وو، چې په دغه غونډه کې به د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا ۵۰ علماء برخه واخلي او د افغانستان روانه جګړه به ...

نور ولوله »

هرات کې ترافیکي پېښې ۲۸ تنه ژوبل کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۶ل): د هرات ځايي چارواکي وايي، تېره شپه د یو میني بوس د چپه کېدو له امله ۲۸ تنه ټپیان شوي دي. د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزی وايي، موټر له هرات څخه د افغانستان ـ ایران پولې ته روان و، چې د هرات ښار امام شش نور سیمه کې له ...

نور ولوله »

غزني: اندړو کې پنځه اربکیان وژل شوي، پنځه ټپیان شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۶ل): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې پنځه اربکیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني وايي، تېره شپه د اندړو ولسوالۍ اړوند په ارزو سیمه کې طالبانو د اربکیانو پر پوستو برید کړی، چې لسو تنو اربکیانو ته ...

نور ولوله »

روزګان کې د ملي اردو شپږو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۶ل): د روزګان امنیتي چارواکي وايي، طالبانو د چورې ولسوالۍ په قلعه راغ سیمه کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي، چې څلور عسکر یې وژلي او دوه یې ټپیان کړي دي. د چورې ولسوال امین الله خالقي وايي، تېره شپه د طالبانو په برید کې د ملي اردو څلور عسکر وژل شوي، ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمېسیون: راتلونکې ټاکنې یوه میاشت وځنډېدې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن رسماً اعلان وکړ، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په ۱۶ مه نه ترسره کېږي؛ بلکې یوه میاشت نورې هم ځنډول کېږي. د یاد کمېسیون مرستیال معاذالله دولتي وايي، کېدای شي راتلونکې ټاکنې د ټاکل شوې نېټې نه یوه میاشت نورې هم ...

نور ولوله »

حقوق پوهان: د ولسي جرګې کاري مودې غځول د قانون خلاف دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د هېواد ډېری حقوق پوهان وايي، د ملي یووالي حکومت له لوري د ولسي جرګې کاري مودې غځول د قانون خلاف کار دی او حکومت باید «د تاریخ تیرې جرګې» پر ځای نوې جرګې لاره هواره کړي. د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې غړی عین الدین بهادري وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو ...

نور ولوله »

فاریاب کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د ملي اردو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې ښځې وژل شوي او یو نارینه یې ټپي شوی دی. د دوی په خبره، تېره ورځ ناوخته د پښتون کوټ ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې د طالبانو او ملي ...

نور ولوله »