fbpx

د لیکوال: احمد زبیر ارشیف

فاریاب کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د ملي اردو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې ښځې وژل شوي او یو نارینه یې ټپي شوی دی. د دوی په خبره، تېره ورځ ناوخته د پښتون کوټ ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې د طالبانو او ملي ...

نور ولوله »

نړیوال بانک: په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په مړینه کې د پام‌وړ کموالی راغلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): نړیوال بانک په تازه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په مړینه کې د پام وړ کموالی راغلی او له ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ ۶۴ سلنه د میندو او ماشومانو مړینه کمه شوې ده. په راپور کې راغلي، اوس مهال د افغانستان په ناامنه سیمو ...

نور ولوله »

غزني: لاریون کوونکو د کابل ـ کندهار لاره په مشروط ډول خلاصه کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د غزني د قره باغ ولسوالۍ زرګونه لاریون کوونکو نن ماښام ۷ بجې د کابل ـ کندهار لویه لاره په مشروط ډول د ترافیکو پرمخ خلاصه کړه. لاریون کوونکو له تېرو پنځو ورځو راهیسې د غزني په ښار کې د تحصین کېږدۍ وهلې او په قره باغ کې د اربکیانو له لوري د شوي ...

نور ولوله »

هرات کې یو کس مېرمن او خور وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د هرات ځايي چارواکي په کُرخ ولسوالۍ کې یو کس خپله مېرمن او خور په چاقو وهلي او دواړه یې وژلي دي. د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفيق شېرزى وايي، تراوسه د پېښې علت نه دی په ډاګه شوی؛ خو د سړي ښځه مېندواره وه او دواړو په روغتون کې ساه ورکړه. ...

نور ولوله »

ولسي جرګې د درېیم کال لپاره هم په غیرقانوني ډول درېیمه دوره پیل کړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د اوسنۍ ولسي جرګې کاري دوره د ۱۳۹۴ل کال کې پای ته رسېدلې؛ خو نن د ولسمشر غني له لوري یې د درېیم کال لپاره کاري دوره بیا پیل کړه. د ولسي جرګې د اتم کال د شپاړسمې دورې لومړۍ ناسته داسې مهال پیل شوه، چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې ...

نور ولوله »

« طالبانو ته د سولې وړاندیز د دوی د تسلیمۍ په معنا نه دی»

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ولز وايي، طالبانو ته د سولې وړاندیز د تسلیمۍ معنا نه لري او طالبان باید د افغان حکومت په وړاندیز شویو غوښتنو باندې غور وکړي. د ولز په خبره، ولسمشر غني له طالبانو سوله غوښتې، نه د تسلیمۍ یې ورته ویلي. دواړه لوري باید د ...

نور ولوله »

کورنیو چارو وزارت: په روزګان کې ۹ نظامیان تراوسه طالبانو نه دي ازاد کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د تېرې چهارشنبې په ورځ د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وویل، چې طالبانو د روزګان ـ کندهار پر لویه لاره ۱۹ پولیس نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د ۱۹ تښتول شویو له ډلې لس تنه ازاد شوي؛ خو ۹ تنه نظامیان تراوسه د طالبانو سره ...

نور ولوله »

خوست: د کمپاین عسکرو پر یوه دیني مدرسه چاپه اچولې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): تېره شپه د خوست مرکز اړوند د دروغي کلي کې د کمپاین عسکرو د اشرف العلوم پر مدرسه چاپه اچولې، چې د مدرسې استادان او شاګردان یې وهلي ـ ډبولي او د مدرسې اړوند توکیو ته یې اور اچولی دی. ځايي خلکو ویلي، ګډو ځواکونو د دې مدرسې لس تنه شاګردان له ځانونو ...

نور ولوله »

له ترکمنستانه افغانستان ته د نوري فایبر د لېږد چارې پیل شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل):  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، له ترکمنستانه افغانستان ته د نوري فایبر د لېږد چارې پیل شوې او د دې پروژې په بشپړولو سره به په انټرنېټي خدمتونو کې غوره والی او بدلونونه هم راشي. د یاد وزارت سلاکار خان زمان امرخېل وايي، له ترکمنستانه د نوري فایبر چارې د ټاپي ...

نور ولوله »

واشنګټن پوسټ: امریکا د طالبانو غوښتنو ته تراوسه ځواب نه دی ویلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نننۍ سرلیکنه کې ویلي، چې امریکا د طالبانو غوښتنې ته تراوسه ځواب نه دی ویلی؛ ځکه طالبان غواړي له امریکا سره د سولې خبرې وکړي؛ نه له افغان حکومت سره. د ورځپاڼې په باور، امریکا باید روښانه کړي، چې له طالبانو سره څه ډول د سولې خبرې کوي او ...

نور ولوله »