د لیکوال: بخت الرحمن شرافت ارشیف

مصر: دلاریون کونکو اوفوځ ترمنځ لا اخ اوډب دوام لري

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۲/۱۸) له تیرو درو ورځو راهیسي مصر کی یو ځل بیا خلګو په هیواد کی دفوځي حکومت په خلاف په مظاهرو لاس پوري کړی دي، ددغي هیواد په پلازمینه تحریرسکوایرکی دعسکرو او لاریونکونکو ترمنځ نښتی هم رامنځ ته شوی دي، چی له امله یی لس نفره وژل شوی او له ۴۰۰ څخه زیات ژوبل شوی دي.

نور ولوله »

دچاودني له امله پاکستاني عسکروته مرګ ژوبله واوښته

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۷) دماین دچاودني له امله دري پاکستاني عسکر وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دي. چاودني دافغانستان له پولي سره څیرمه کرمه ایجنسي کی کټاساري کلي ته څیرمه رامنځ ته شوی ده، پاکستاني چارواکی وایی دچاودني له کبله دیوه ټیټ رتبه فوځي چارواکي په شمول دری تنه عسکر وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دي. ...

نور ولوله »

په امریکا کی دلوږي کچه مخ په لوړیدو ده

(نن ټکي اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۶) یوي امریکایی څیړونکي ډلي خبر ورکړی دی چی تیرکال دامریکي په متحده ایالاتوکی دلوږي کچه په لوړیدو وه او داسي ګمان کیږی چی راتلونکي ۲۰۱۲ کال کی به هم مخ په لوړیدو روانه وي. په امریکا کی دښاروالانو دټولني له لوری ددغه هیواد په ۲۹ ښارونوکي سروي ترسره شوی ده، څیړونکي ډله وایی ۸۶٪ کي له ...

نور ولوله »

فلسطین: نویو ابادشویویهودانو په ۲۴ ساعته کی ۲ مسجدونوته اورورته کړ

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۵) په فلسطین کي نویو ابادشویو یهودانو تیره شپه ناوخته یوه مسجد ته ور ورته کړ، راپورکی راغلي چی یهودي ابادکارانو دغه مسجد درام الله په ختیځ  برق کلي کی سوځولی دي، له سیمی څخه عیني شاهدانو خبرورکړی دي چی له تیرو ۲۴ ساعتونو راپدی خوا په فلسطین کي دیهودي ابادکارانو له لوري دغه دوهم مسجد دی ...

نور ولوله »

بلوچستان: نښته کی دری عسکر ژوبل او شپږ وسلوال ووژل شول

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۵)  پاکستاني انګریزي ورځپاڼي ډان نیوز خبرخپورکړی دي، چی نن له غري می څخه وروسته دبلوچستان ایالت تربت ښارګوټي ته څیرمه بلګاټر سیمه کي نامالومنو وسلوالو دپاکستاني عسکرو پرموټرهغه وخت ډزي وکړي کله چی دعسکرو موټرپه سیمه کی دتیریدو په حال کی وو،  ورځپاڼي وړاندی لیکي چی دبرید له امله دری عسکر ژوبل شوی دی چی ددو ...

نور ولوله »

په قطرکی دطالبانو ددفتر په اړه راسره مالومات نشته ( ملاسلام ضعیف)

(نن ټکي اسیا دسمبر۲۰۱۱/۱۵) په اسلام اباد کی دطالبانو دحکومت پخواني سفیر ملاعبدالسلام ضعیف ویلي دی چي په قطر کی دطالبانو دنمایندګي یادفترپه اړه ورسره مالومات نشته، که څه هم رسنیو خبرونه نشر کړی چی نژدی راتلونکي کی به ملاعبدالسلام ضعیف په قطرکی دطالبانو دنمایندګي چاري سبمال کړی، خو نوموړي وایی چی په دي اړی ورسره هیڅ مالومات نشته.

نور ولوله »

دفلسطینی ډبرو ویشتونکو ماشامانو وژل جواز لري( یهودي عالمان)

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۴) دجارالسلام پوسټ په نامه سره اسراییلي ورځپاڼی خبرخپورکړی دي، وایی اسراییلي یهودي مشرانو داسراییلو له نوموړي وزیر او دفوځ له لوی درستیز څخه غوښتنه کړی ده چی ځواکونو او اسراییلي فولیسو ته اجازه وکړي چی پرهغو اسراییلو ځوانانو اوهلکانو باندی مخامخ ډزي وکړي او ویی وژنی کوم چی دلاریونونو او مظاهرو پروخت پراسراییلي عسکرو دډبرو وارونه ...

نور ولوله »

لګ شانتي ګیله می تري نه وشي

لیکنه بخت الرحمن (بخت) دادوه  ژوبل ماشومان دی دغو دواړو ماشومانو دباجوړ ایجنسي هغه مدرسه کی زدکړي کولي کوم چي په کال ۲۰۰۶ کي دامریکایی بی پیلو ټه الوتکوتربرید لاندي راغله، یو دسویلي وزیرستان دکوم نادرکه شوی  محسود زوی عبدالله  او بل بیا دشمالی  وزیرستان دکوم شهید شوی  وزیر زوی دي نقیب الله دي، دغو دواړه ماشومانو خپل پلورونه هم ...

نور ولوله »

په مغرب کی له تیرو څلورو کلنو راهیسي له ۴۰۰۰ څخه زیات میړونه خپلو ښځوډبولی دي

(نن ټکی اسیا دسمبر۲۰۱۱/۱۳) په دی اخیرو کی دمغرب هیواد دبشرپالني دټولنی له لوري یو خبرخپور شوی وو چی دغه هیواد کی له تیرو څلورو کلنو راپدي خوا له ۴۰۰۰  څخه زیات میړونه دخپلو میرمنو له لوري وهل شوی اوډبول شوی دی. راپور وړاندی کاږی چي له دغو ډبول شویو میړونو څخه ۲۰٪ په سلوکی دمالي مشکلاتو له کبله دخپلومیرمنو ...

نور ولوله »

پاکستان: له طالبانو سره هیڅ ډول مذاکرات نه دی ترسره شوی

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۱) دپاکستان دکورنو چاور وزیر رحمان ملک دمتحده عرب اماراتو له سفیر سره دګډي خبری ناستي پرمهال وویل، حکومت یی له پاکستاني طالبانو سره هیڅ ډول خبري ندی دی کړي، نوموړي زیاته کړه کچیري طالبان غواړي چی له حکومت سره مذاکرات وکړي لومړي دي دغه کسان له غرونوڅخه راکوز شي وسلي دي دولت ته وسپاري پرتیرو کړونو ...

نور ولوله »