د لیکوال: بخت الرحمن شرافت ارشیف

ظواهري مصریانو ته دیو اسلامي نظام او د نړی نورو مسلمانانو ته له امریکا سره دجهاد بلنه ورکړه

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۷) دالقاعدي دنړیوال ګوند دمشر اسامه له شهادت څخه وروسته دګوند نوي مشر ایمن الظواهري په یوه ویډیوی پیغام کي دخپل هیواد (مصر) پرخلګو ږغ وکړ چي هیواد کي دي داسلامي نظام دقائمولو لپاره کاروکړي، اوپه عین وخت کي نوموړي دنړي ومسلمانانو ته بلنه ورکړه چي دامریکا په خلاف په مسله جهاد لاس پوري کړي، اوښاغلي ...

نور ولوله »

هره ورځ ۱۵ دقیقي قدم وهل انسان ته دري کاله نورعمرورکوي

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۷) په ټایوان کي علمی څیړنو ښودلي ده چي هره ورځ ۱۵ دقیقی قدم وهل انسان ته دري کاله نور عمر وربخښي، اوکیداي شي په روزمره قدم وهلو سره دانسان دمرګ خطر ۱۴په سلو کي کم شي، دلانسیت په روغتیایی مجله کي پوهانو لیکلي دي دا ډیر لږوخت ده خو ډیري فائدي لري اوخلګ باید ددغو ...

نور ولوله »

کندهار: یوه دولتي ښځینه کارکونکي ووژل شوه

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۶) یوه ۱۸ کلنه ښځینه کارکونکي چي دکلیو دپراختیا له ریاست سره کارکاوه نن دنامالومووسلوالو له لوري ووژل شوه، رابعه سعادت هغه وخت ووژل شول کله چي نن سهار له خبله کوره څخه ددندي په لور روانه وه، رابعي  دحکومت له لوري پرهغه پروژه باندي کارکاوه چي دبهرنیانو په مرسته دکندهار دلری پرتو سیمو دخلګو دژوند ...

نور ولوله »

مسجد اقصی: فوځ مسلمانان اعتکاف ته نه پریږدي اویهود یی بیا دنړولو هڅه کوی

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۶) تیره شپه ناوخته اسرائیلی وسلوالو ځواکونو په القدس کي پرمسجد اقصی باندي برید وکړ چي له کبله یی ټول هغه خلګ له مسجد څخه را وایستل کوم چا چي غوښتل په مسجد کي ټوله شپه داعتکاف لپاره پاته شي، اسرائیلي ځواکونو په القدس کي ټولو مسلمانانوته خبرورکړي دي چي هیڅ یو لمونځ کونکوي نشي کولای ...

نور ولوله »

پیښور: زوم دخسر دکور ټول غړي ووژل

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۶) تیره شپه ناوخته دپیښور ښارچارصده سړک باندي خزانه سیمي ته څیرمه دخان بابا په کلي کي یوه کورته وسلوال کسان ننوتل اودکور ټول غړي یی ووژل له سیمي څخه امنیتي چارواکوخبرورکړي دي چي وژل شوی کسانو کي دوه نارینه دري ښځي یوه ماشومه اودوه واړه ماشومان شامل دي. دپیښی له ځایه خلګو خبري رسنیو ته ...

نور ولوله »

پنجاب اوخیبرپښتونخواکي له ۱۶څخه زیات دناټو دتیلو ټآنګران وسوځول شول

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۶) تیرماښام ناوخته دپاکستان پنجاب ایالت کي مظفرګړ ولسوالي ته څیرمه سرور شهید څلورلاري باندي نامالومو وسلوالو په افغانستان کي دناټو ځواکونو ته تیل وړونکي ټانکران په نښه کړل چي له کبله یی ۶ ټانکران ځای پرځای وسوځول شول، برید هغه وخت رامنځ ته شو کله چي دټانکرانو چلونکو یوهوټل باندی ډوډي خوړله، بریدکونکي له برید ...

نور ولوله »

میرام شاه: ډرون برید مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۶)میرام شاه: امریکایی بی پیلوټه الوتکو په شمالي وزیرستان کي میرام شا بازار ته څیرمه یوکور اودکورمخکي ولاړ موټر باني یو په بل پسی دوه توغندي وتغول، دبرید له کبله څلور کسه وژل شوی اودوه ژوبل شوی دي، په سیمه کي پاکستاني حکومتي چارواکو دپيښي پخلي کړي دي. دوژل شویو کسانو په اړه تراوسه پوري چاڅه ...

نور ولوله »

حسنی مبارک نن ددوهم ځل لپاره محکمي ته حاضرشو

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۵) قاهره: دمصر لری کړل شوي اولسمشر حسنی مبارک نن یوځل بیا دخپلو دواړو زامنو علا اوجمال اوهمدارنګه دنوموړي دوخت دکورنیو چارو دوزیر په شمول ومحکمي ته حاضر شول، پخواني اولس مشر چي دروان کال په اولو کي یی اولس په وړاندي راپورته شوی وو په مظاهرو او لاریونونو یی لاس پوري کړترڅو ویی کولای شول ...

نور ولوله »

باکستان: یوجیټ الوتکه راوغورځیده

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۵) بهکر: نن غرمه دپاکستانی هوایی ځواکونو یوه جیټ الوتکه له الوتلو څخه وروسته راولویده، الوتکه به مکمله توګه له منځه تلل ده، ویل کیږی چي الوتکه د دوو پیلوټانو چي یویی نارینه اودوهم پیلوټ یی ښځینه وه الوزولو شوی وه. دپاکستان دهوایی ځواکونو ددفتر له لوري خبرورکول شوی دي، چي دالوتکي درالویدلو په پیښه کي ...

نور ولوله »

بلوچستان:چاودني درنه مرګ ژوبله واړوله

 (نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۴) ډیره الله یار: دبلوچستان ایالت جعفراباد ولسوالی ډیره الله یار بازار په یوه هوټل کی  دچاودیدونکو موادودځای پرځای کیدو له کبله چاودنه رامنځ ته شوه، امنیتی چارواکی وایی چاودیدونکی مواد په یوه ډبه کي ځای پرځآی شوی وو، چي دریموټ کنټرول په واسطه سره چاودنه ورکول شوی ده، دچاودني له امله دهوټل دوه پوړیزه وداني ...

نور ولوله »